Espace du PDG

CEO Corner

Essais, études de cas, lettre d'information

د مشرۍ نشه او حرص – ۱Management

د مشرۍ نشه او حرص – ۱

مشري په عموم کې يوه ښه پديده بلل کیږي، او نړۍ تل د ښه مشر له خلا او ننګې سره مخ وي، خو له دې سره يو تور اړخ د مشرۍ حرص، هوس او نشه ده. چيرې چې يو شخص مشرۍ ته رسیدو لپاره له هرې روا او ناروا کار اخلي او ځان خپل هدف ته رسوي. دغه حرص که چيرې له ښې لارې پوره نه شي، نو د ورونو آن د پل

Qudratullah Hiwadpal · 13 mars 2025 · 4 min
د مهارت تشهEducation

د مهارت تشه

له زده کړې سره تړلی اړخ د بدلون دی، شخص بايد دا ومني چې له وخت سره بدلون ته اړتيا ده. نن د زده کړې طريقې بدلې شوې دي، ښه بيلګه يې آنلاين زده کړه او تحصيلي سندونه دي، سره لدې چې زموږ قوانين تر اوسه دې سندونو ته اړوند ارزښت نه ورکوي، خو دا د زده کړې اوسنی او راتلونکی شکل دی، او پات

Qudratullah Hiwadpal · 5 mars 2025 · 4 min
معلوليت او ټکنالوژيTechnology

معلوليت او ټکنالوژي

د ټولنې په توګه موږ ته د فزيکي معلول او ذهني ناروغ قبلولو لوی مزل راپاتی دی، هغه متقابل درناوی چې دوی يې بايد ولري تر اوسه نه ورکول کيږي، په يوه نه يوه نامه وروسته پاتې کيږي او په اکثره ځايونو له سپکاوي او ننګونو سره مخ کيږي، د انسان ناوړه سلوک تر ډېره د هغې د ناپوهئ ښکارندوی وي،

Qudratullah Hiwadpal · 25 février 2025 · 5 min
متضاد – ParadoxManagement

متضاد – Paradox

پاراډوکس يوه اصطلاح ده، چې موږ يې د هغه چارو لپاره کاروو چې په خپل منځ کې تضاد ولري. لکه داسې وينا، حالت يا مفکوره چې عموماً له ځان سره په ضد کې ښکاري يا منطقاً امکان ونه لري خو له يو څه فکر وروسته معلوميږي چې ژوره معنا يا مفهوم پکې نغښتی وي. پاراډوکس/ تضادونه له موږ سره مرسته کړ

Qudratullah Hiwadpal · 17 février 2025 · 4 min
ټکنالوژي او بشري سلوکLeadership

ټکنالوژي او بشري سلوک

دغه د ټولنيزو اړيکو سرعت او پراخوالی لدې اړخه ښه دی، چې ژر ژر د يو بل له احواله خبريږو، خو په وړاندې يې نقص دا دی چې مخامخ لیدل يې کم کړي دي، چې له کبله يې ټولنيزې اړيکې ضعيفه کيږي، د پراخه يوازيوالي سبب ګرځي، او څيړنې وايي چې د بشر د خپګان او روحي نارامتيا يو اساسي لامل ضعيفه ټو

Qudratullah Hiwadpal · 9 février 2025 · 4 min
مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلافManagement

مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف

مشري يوه ټولنيزه پديده ده، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو ته اړتيا لري تر څو د ادارې، ټولنې يا خوځښت اهداف په شريکه تر لاسه کړي، او ملاتړي داسې مشر غواړي چې د هغه په شتون کې دوی هم خپلو ګټو او اهدافو ته ورسيږي. خو، پداسې ټولنيز او د خلکو د يوځای کيدو جوړښت کې لومړنئ قرباني فردي غښتلتياو

Qudratullah Hiwadpal · 29 janvier 2025 · 4 min
د ژوند که د بدلون تکليفLeadership

د ژوند که د بدلون تکليف

انسان د خپلو حالاتو د بدلولو توان لري، رب تعالی هغه پر حرکت مامور کړی دی، د وسايلو پر لټولو يې مامور کړی، يوازې دومره ده چې دغه شخص دغه حالاتو بدلولو لپاره د بيې پريکولو توان لري که نه، دغه ښايي د عادتونو بدلول وي، زده کړه وي، له نورو د مرستې غوښتنه وي، هر څوک چې په نړۍ که تاسې ب

Qudratullah Hiwadpal · 21 janvier 2025 · 3 min
د انتقال وسيلېLeadership

د انتقال وسيلې

دې پسې د انتقال وسيلې په توګه د ځناورو اهلي کولو وخت وو، څوک پر خره سپاره شو، څوک پر فيل او څوک پر سنډا او غوايي، د انتقال لدې وسيلې سره يو خو د بشر د تګ راتګ ساحه پراخه شوه، ورسره له نورو له احواله هم خبر شو، پخوا د ځان په شان خلکو سره مخ کيده، خو د ځناورو له اهلي کولو سره يې نو

Qudratullah Hiwadpal · 12 janvier 2025 · 3 min
په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښتManagement

په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت

خو، د نوبل جايزې وړونکي جيمز هيکمن يوه څيړنه وايي چې د شخص تعليمي يا کتابي پوهه د شخص په پرياليتوب کې په اعظمي ډول يوازې يو يا دوه فيصده ونډه لري، بلکې د هغې برياليتوب تر ډيره د هغې د عادتونو، سلوکونو او درک لکه لحاظ او نورو پر ده باور، نظم، سختيو زغمنه او استقرار او د هرې چارې پ

Qudratullah Hiwadpal · 5 janvier 2025 · 3 min
د کال ارزونهLeadership

د کال ارزونه

دلته د ليکنې هدف د کال ارزونه پر اهدافو نه ده، او نه يې له هغې اړخه څيړو، يوازې ځينې سلوکي او فکري اړخونه او پوښتنې راسپړو. پر دې غږيږو چې د ويرې له کبله مو څه ونه کړل، څه مو زده کړل، چيرې مو ځان وازمويه، څرنګه مو خپلو لومړيتوبونو ته ځان لنډ کړ، څه سيسټمونه مو رامنځ ته کړل،

Qudratullah Hiwadpal · 25 décembre 2024 · 6 min
ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه واييAI

ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي

د بشر او ماشين تر منځ د ژباړې په يوه ازميښت کې ماشيني او بشري ژباړونکو دواړو ته له ساده متن نيولې د قراردادونو او حقوقي اسنادو تر پيچلي متن پورې ليکنې ژباړې لپاره ورکول شوې. وروسته دغه ژباړې له څو اړخيزه ارزونې تيرې شوی، په دغه ارزونه کې معلومه شوه چې د بشر ژباړه په هغه وخت کې غو

Qudratullah Hiwadpal · 21 décembre 2024 · 6 min
په ځان کې ورکEducation

په ځان کې ورک

بنده ډير وخت هغه څه ته چې پرې نه پوهيږي، صبر نه کړي. موږ تر ډيره په دې هڅه کې يو چې په هره معامله کې ځان صحیح ثابت کړو، خو له صحیحوالي رښتيا مهم دي. مهمه نه ده چې دغه رښتيا ته يو څوک د چا له لارې ور رسيږي، مهمه دا ده چې شخص د رښتيا منلو توان ولري. وينا کا چې هر هغه څه چې د بل د خ

Qudratullah Hiwadpal · 15 décembre 2024 · 4 min
ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان ديTechnology

ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي

بشر تل د خپلې زمانې له اړتياوو سره سم د ژوند آسانتيا لپاره ابتکارات کړي دي، چې پدې کې د ټکنالوژيو اختراعات هم شامل دي. هر ډول ماشين د کار د آسانتيا لپاره جوړيږي، که هغه د تيږې خوځولو لپاره اړم وي يا د عملياتو روبوټونه، ټول اړونده کار آسانوي. يعنې بشر له ډيرې زمانې راهيسې له ماشين

Qudratullah Hiwadpal · 7 décembre 2024 · 5 min
سم کار که د کار سموالیLeadership

سم کار که د کار سموالی

د مشر او ټيټ پوړو تر منځ د کار په اړه دا يوه دوامداره بحث دی. په اکثره ادارو کې مشران وينئ چې د ټيټ پوړو په چارو کې دخيل وي، د کار د اجرا په طريقه ورسره نښتی وي، خو دې ته يې پام نه وي چې د کار پر سموالي له بحث زيات دوی لپاره د سم کار سر ته رسول مهم دي. مشران د سم کار ټاکلو مسؤل د

Qudratullah Hiwadpal · 30 novembre 2024 · 4 min
د معلوماتو واکداريLeadership

د معلوماتو واکداري

د معلوماتو په بحث کې مهم رښتيا نه دي، ځکه د هر چا رښتيا له بل سره فرق کړي، مهم دا دي چې څوک يې وايي او څوک يې رښتيا ګڼي. نن د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې بيا د دې معلوماتو په مرسته رښتياوو ته رسيدل نور هم مهم شوي دي ځکه همدا وسيلې پر پخوانيو معلوماتو ارزونه او تاسې ته وړانديزونه د

Qudratullah Hiwadpal · 24 novembre 2024 · 5 min
د ذکاوت ضياعEducation

د ذکاوت ضياع

په نړۍ کې په ميليونونه خلک د غوره تعليم او روغتيايي خدمتونو او نورو وسايلو ته لاسرسی نه لري چې وکولای شي خپل ذکاوت ته وده ورکړي. بيوزلي، شخړې او د زده کړې په وړاندې دوامداره بې غوري آن په وړوکوالي کې د ماشومانو د ذکاوت توان ژوبلوي او د پرمختګ مخه يې نيسي. د بيوزله هېوادونو او کور

Qudratullah Hiwadpal · 17 novembre 2024 · 6 min
د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورېEducation

د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې

په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه، لیکلي ئې وو چي “موږ دوې اوونئ مخکې له خپلو لیکوالانو پوښتنه وکړه چي د ښې لیکوالۍ اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی ځوابونه زموږ تر تمې ډېر لوړ وو. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي د

Qudratullah Hiwadpal · 10 novembre 2024 · 8 min
مشري او ابتکارLeadership

مشري او ابتکار

د بشر په تاريخ کې له هرې نوې مفکورې او چارې سره مخالفت شوی دی. که دغه مخالفت د بريښنا له راتګ سره وو او که د الوتنو يا د درملو کارولو سره، له ټولو سره په دې نامه اختلاف شوی دی چې دا زموږ د پخوانيو فکرونو او شته رواجونو سره مخالف دي او ټولنه تباهۍ ته بيايي. خو، وخت بدليږي، نن چې څ

Qudratullah Hiwadpal · 2 novembre 2024 · 4 min
د فکر تپلEducation

د فکر تپل

د يوه بنده د فکر منشا د هغې پس منظر، پوهې، تربيې، عقايدو، موقف او نورو په رڼا کې وي، ضرور نه ده چې د هر چا فکر دې يو ډول وي، او هر فکر دې سم وي. د سم او غلط تعريف هم هر څوک له خپل نظره کړي، ډير وختونه د سم او غلط فکر د شخصي غرايضو قرباني وي، او شخصي غرايض هم ضرور نه ده چې هر وخت

Qudratullah Hiwadpal · 27 octobre 2024 · 4 min
ساعت تيره پوههLeadership

ساعت تيره پوهه

له مطالعې وروسته په ذهن کې د معلوماتو پاتې کيدو څيړنې وايي، هر څومره چې د مطالعې وسيله مړه وي، همدومره پکې له مطالعې وروسته ډير معلومات د شخص په ذهن کې پاتې کيږي، يعنې هر څومره چې وسيله د کتاب يا اخبار په څير له خپل اساسي کار اخوا نور څه ونه لري، همدومره د مطالعې لپاره ګټوره وي.

Qudratullah Hiwadpal · 19 octobre 2024 · 5 min
د بې وسئ زده کړهManagement

د بې وسئ زده کړه

سره لدې چې خيرات غوښتنه کې به شخص ځان بې وسه ښيي، خو لدې سره دغه بې وسي ده ته نور مهارتونه هم ورکوي، لکه د خلکو له بې شميره مستردينې او د ده غوښتنې له نه منلو سره مخ کيږي، د خلکو د سلوکونو او عادتونو د لوستلو او څارنو مهارت زده کوي، پر دې پوهيږي چې پر کومه ژبه او کومه طريقه کولای

Qudratullah Hiwadpal · 12 octobre 2024 · 4 min
ډيجيټل ملګریTechnology

ډيجيټل ملګری

بشر له ټکنالوژۍ سره د اړيکې او پرې د باور پراخه تاريخچه لري، داسې خلک شته چې خپل موټر ورته له ډيرو مهم ښکاري، د ټلويزون يا راډيو پر خبر له خپلو حواسو ډير باور لري، که چيرې يو څه پخپله وويني تر هغې يې نه مني تر څو چې په راډيو يا ټلويزون کې اعلان شوي نه وي. خو، له ځيرکه ټليفونونو س

Qudratullah Hiwadpal · 6 octobre 2024 · 4 min
واک او اغيزهManagement

واک او اغيزه

سره لدی چې موږ د واک اغيزه پر پنځو پراخو کتګوريو ويشو، خو بيا په يوه کې نه راغونډيږي، د واک پدې ډولونو کې عموماً دوه درې ډوله سره يوځای ليدل کيږي، يعنې يو څوک به وي چې مقام به لري ورسره به پوه هم وي، نو نور خلک به هڅه کوي د هغه په شان شي، ورسره به يو څوک وي چې د بدو رسولو توان به

Qudratullah Hiwadpal · 28 septembre 2024 · 7 min
د ودې ستراتيژيManagement

د ودې ستراتيژي

چاپيريال د مسلکي چارو او بازار په شمول په دوامداره توګه بدلیږي. په دغه چاپيریال کې سيال پاتې کيدو لپاره فرد او اداره دواړه بايد ځان د بهترۍ په لور بدل کړي. او د ځان بهترولو تر ټولو غوره لار د خپلو نيمګړتياوو پيژندل او پر هغې کار دی. که په فردي لحاظ يې راواخلئ، که نن يو څوک د پروژ

Qudratullah Hiwadpal · 19 septembre 2024 · 4 min