Espace du PDG

CEO Corner

Essais, études de cas, lettre d'information

وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړياEducation

وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا

يعنې مهم وخت نه دی، مهم دا دی چې تاسې په يوه ټاکلي وخت کې څه کړئ، لکه د ډوډۍ په وخت کې تمه د ډوډۍ وي، د لمانځه په وخت کې تمه د لمانځه وي، او د لوبو په وخت کې تمه د لوبو وي. که چيرې په مجلس کې ناست د بنډار او فیسبوک تر منځ يو ټاکئ، نو هماغه مو لومړيتوب دی. لدې سره تړلی بل بحث د زړ

Qudratullah Hiwadpal · 12 octobre 2025 · 6 min
معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګهAI

معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه

لکه تر پرونه کمپيوټر وو، ټولنيزې شبکې وی، نن د مصنوعي ځيرکتيا او بايوټکنالوژئ بحث دی، د پرون پر پوهه موږ د نن پوهې او ابتکار لپاره بنسټ برابروو. هماغه ستر شخصي کمپيوټرونه د نن زمانې د کوچنيو وسيلو او ځيرکتياوو سبب ګرځيدلي دي. تر پرونه بشر خپل معلومات آنلاين کول، نن همدغه معلومات

Qudratullah Hiwadpal · 5 octobre 2025 · 4 min
د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارېLeadership

د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې

د ۷ ایس موډل يو له هغو کاري چوکاټونو (فريم ورک) څخه دی چې مشران سيسټماټيک فکر ته هڅوي، مشران په يوه سيسټم کې کار کوي، او کار يې د همدې سيسټم له بیلابيلو اړخونو اغيزمن وي. له ایس څخه هدف هغه سيسټمونه دي چې په اداره کې حياتي ونډه لري، او د انګليسي پر ایس حرف پيليږي، پدې کې Structur

Qudratullah Hiwadpal · 29 septembre 2025 · 5 min
د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنهLeadership

د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه

دې شراکت کې بيوزله هېوادونو ته د پورونو ورکړې په شمول د خيريه بنسټونو له لارې د مرستو ورکړه دواړه راغلل. داسې شواهد هم شته چې ځينې غربي حکومتونو له مالداره خلکو د هغوی اضافي پیسې چې په بانکونو کې پرتې وی، پور کړي او بيوزله هېوادونو ته يې په لوړ سود يا نورو شرایطو پر پور ورکړي دي.

Qudratullah Hiwadpal · 17 septembre 2025 · 5 min
د مينې ړاندهEducation

د مينې ړانده

متل کا چې مينه ړنده وي، چې که په هر څه راغله يا پر هر چا مئين شوې، له هر څه درته ښکلی شي. يا په بله وينا، هر څوک چې له يو څه سره مينه ولري، د هغې پر نيمګړتياوو ړانده کيږي، او دغه سترګې پټول بيا د دوی پر پريکړو، کړو وړو او معاملو اغيزه لري. که په هره مو روان کړ، درسره درومي.

Qudratullah Hiwadpal · 8 septembre 2025 · 5 min
د سلاکار او سلا اوصافEducation

د سلاکار او سلا اوصاف

سره لدې چې د سلا (مشورې) ارزښت له ورايه ښکاري، خو له هر چا سره مشوره هم نه کيږي، نو ځکه له هر چا چې سلا اخلئ، غوره به وي چې دا پنځه ځانګړتياوې ولري: ۱. په اړونده ساحه کې کافي تجربه ولري مشوره د خپلې پوهې او تجربې پر اساس ورکول کيږي، هر څومره چې د يو شخص په اړونده ساحه کې تجربه ډي

Qudratullah Hiwadpal · 31 août 2025 · 6 min
د ستونزې بيان او معلوماتLeadership

د ستونزې بيان او معلومات

موږ ټول له ستونزو سره مخ کيږو، چې د ژوند له ساده چارو ښايی تر پيچيليو مسلکي او شخصي ستونزې کيدای شي، او کله چې له دې ستونزو سره مخ شو نو بيا راڅخه لاره ورکه وي او معلومات راټولوو تر څو پوه شو چې څه وکړو. خو بیلابيلې څيړنې ښيي چې د ډيرو معلوماتو لرل ضرور نه ده د ستونزې د ښه حل سبب

Qudratullah Hiwadpal · 24 août 2025 · 6 min
مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالیAI

مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی

اکسفورډ انسايټس يوه څيړينيزه اداره ده، چې هر کال د هېوادونو په ځانګړي ډول د حکومتونو مصنوعي ځيرکتيا يا ارټيفيشل انټليجنس (ای آی) لپاره چمتوالی په بنسټيزه توګه له دريو اړخونو، يعنې د حکومت (ليد، حکومتداري، قوانين، عياريدنې)، ټکنالوژئ سکتور (بشري ځواک، پوخوالی، د ابتکار ظرفيت) او م

Qudratullah Hiwadpal · 11 août 2025 · 5 min
مشري: مشورهEducation

مشري: مشوره

مشوره د مشرۍ يو تر ټولو بنسټيزه اصل دی. له مشورې هدف د پوهې، تجربې او مسلک له څښتنانو سره ښه حل او مناسب حل ته رسيدو لپاره ناسته او غږيدا ده. د مشورې اصل موږ ته له انبياوو او خلفاوو راشدينو هم راپاتې دی. بنده په يوازې پر هر څه نه پوهيږي، او نه له هر څه سره مخ کيږي. کله چې يوه ځان

Qudratullah Hiwadpal · 31 juillet 2025 · 4 min
تدبر او تمرکزAI

تدبر او تمرکز

بهترين عبادت تدبر او تمرکز دواړه لري. او همدا عادت دنياوي چارو لپاره هم صدق کړي. که له اسلامي نقطه نظره يې راواخلو، يا د نړۍ د تاريخ هر نامتو شخص وڅيړو، دوی د تدبر او تمرکز لپاره يو نه يو ميکانيزم درلود. هر بنده بايد يوازې کيني او خپل ژوند وارزوي. په مسلکي او کاروباري لحاظ له ابت

Qudratullah Hiwadpal · 20 juillet 2025 · 5 min
وخت او مطالعهEducation

وخت او مطالعه

لوست وخت غواړي، خو وخت محدود او علم بې پايه، پوهه د ټول بشر ګډ ميراث دی، تر ننه چې څومره پوهان تير شوي دي هغوی ټولو دغې خزانې ته يو څه ورکړي دي، له همدې کبله زموږ نننۍ پوهه ډيره بډايه ده، او د هر څه لوستل د بشر له توانه اخوا خبره ده. ورسره د انسان ژوند او وخت محدود دی، هر يو يې ټ

Qudratullah Hiwadpal · 10 juillet 2025 · 4 min
د ستونزې تصورLeadership

د ستونزې تصور

هر څوک نړۍ ته له خپل نظره ګوري، کله چې خبره د ستونزې شي، که شخصي وي، ټولنيزه يا مسلکي، دغه کتنه بيا دا ټاکي چې آیا موضوع ستونزه ګڼي يا نه، او که ستونزه وي نو څرنګه به يې حلوي. دوه نفره به له يو ډول حالت سره مخ شي، خو دواړه به یې مختلف وارزوي، يو به یې ستونزه وګڼي، بل به يې هیڅ بو

Qudratullah Hiwadpal · 29 juin 2025 · 5 min
د مشرۍ تسلسلLeadership

د مشرۍ تسلسل

ښه مشر ځان پسې راتلونکی مشر روزي. د مشرۍ په روزنه کې موږ يوه وينا لرو، چې که چيرې بديل ونه لری، نو د پرمختګ وړ نه يې. هغه څوک چې پرمختګ کړي يا د پرمختګ هيله من وي، هغه بايد خپلې اوسنۍ دندې لپاره بديل ولري، داسې څوک چې د ده ځای ونيسي، او دا وړاندې تګ ته وزګار کړي.

Qudratullah Hiwadpal · 23 juin 2025 · 4 min
ژبه او مصنوعي ځيرکتياAI

ژبه او مصنوعي ځيرکتيا

د ژبې او ذکاوت تر منځ پر اړيکه لدې اړخه هم بحث روان دی چې آیا دغه د نن زمانې ماشينونه رښتيا هم ځيرکه دي، يا يوازې د بشر ورکړل شوي معلومات په ثانيو کې ارزوي او بشر ته ځواب برابروي، ځينې يې ځيرکه بولي، ځکه د بشر ځيرکتيا هم لدې اړخه ارزول کيږي چې څومره پوهيږي او څرنګه دغه پوهه نورو

Qudratullah Hiwadpal · 14 juin 2025 · 3 min
آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې دهEducation

آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده

بیلابيلې څيړنې ښيي چې له بيوزلۍ او فقره د خلاصون تر ټولو آسانه او غوره لار د زده کړې ده، هغوی چې د ځان يا اولاد پر زده کړه مصرف کړي، د هغوی په پرتله چې له دغه مصرف ځان ساتي، څخه وړاندې او هوسا وي. پر زده کړه دغه مصرف کې وخت، زيرمې، عايد او ملاتړ ټول راتللای شي.

Qudratullah Hiwadpal · 1 juin 2025 · 4 min
آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)Education

آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)

اکثره هېوادونه په عمومي توګه د ميرمنو آزار لپاره قوانین لري، چې آنلاين او د ټکنالوژۍ په مرسته د آزار مخنيوی هم پدغه ساحه کې راځي، لدې سره د ټکنالوژۍ د ساحې شرکتونه هم خپل اصول او کړنلارې لري چې کولای شي له قربانيانو سره مرسته وکړي. موږ دلته د ټکنالوژئ وسيلو کاروونکو لپاره وړانديز

Qudratullah Hiwadpal · 18 mai 2025 · 6 min
آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱)Education

آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱)

د ټکنالوژۍ په مرسته د بل آزار هر هغه عمل دی چې د فرد يا يوې ډلې لخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ يا ډيجيټل وسيلو پر کارولو سر ته رسول کيږي، او کله چې د ميرمنو موضوع پکې راشي نو د بيا موږ ورته جنسيت پر اساس هڅول شوی آزار بولو. دغه آزار د نړۍ په هره ټولنه او هر سيمه کې پيښيږي. ميرمنې او پي

Qudratullah Hiwadpal · 18 mai 2025 · 8 min
ذکاوت ټولنيز اړخ لريEducation

ذکاوت ټولنيز اړخ لري

کله چې د ابتکار بحث راشي نو موږ چاپيريال ته ګورو چې په څه حال کې دی، هغه څه چې یو ماشوم ته ابتکار وي لوی شخص لپاره نه بلل کيږي، بیا داسې يو ماشوم چې نسبي باسواده وي، ښوونځي ته ځي، کورنی اقتصادي حالت يې نسبتاً ښه وي، له باسواده مور پلار پيدا وي، نو د هغې لپاره د ابتکار او نوښت معي

Qudratullah Hiwadpal · 7 mai 2025 · 4 min
بتانEducation

بتان

بت جوړوونکی چې پر خپل کار بوخت وو، تجار ته يې وکتل، يو دوه دقيقې يې فکر وکړ بيا ورته وويل، چې هر څوک يو نه يو څه ته پر تقدس قايل وي، محترم يې ګڼي، دنده واخلي هغه سپيڅلي کړي، يو چا ته د مشرۍ درجه ورکړي، هغه پاک کړي، مسلک پخپله وټاکي، خو هغه بيا له ټولو سپيڅلی او پاک کړي. زه پر خپل

Qudratullah Hiwadpal · 28 avril 2025 · 4 min
څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئLeadership

څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ

هر څوک د معلوماتو ويشلو يو نه يوې وسيلې ته لاسرسی لري، که دغه د پخوانۍ زمانې ټولنيز ځايونه جومات یا هجره وي، يا د هغوی په پرتله نسبتاً نوې وسيلې کتابونه، اخبارونه، راډيو يا ټلويزون وي، او يا د نن زمانې ځيرکه ټلیفونونه او انټرنيټ وي، موږ ټول يو نه يو ډول خپل معلومات تر لاسه کوو. ا

Qudratullah Hiwadpal · 21 avril 2025 · 4 min
سپين فيلLeadership

سپين فيل

داسې مثالونه هم شته چې د باچا به چا ته په قهر وو نو سپين فيل به يې په ډالۍ کې ورکړ. دا به يې له کاره روزګاره وويسته، ښه خوراک، خدمت او نور به يې ورته کاوه، ورسره به یې د خلکو د غبرګون له ويرې بې ځايه هم نشو پريښودلای. د نن په زمانه کې موږ د مديريت او مشرۍ په بحثونو کې سپين فيل هغ

Qudratullah Hiwadpal · 14 avril 2025 · 3 min
د مشرۍ نشه او حرص – ۴Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۴

د مشرۍ يوه برخه شهرت او نامداري ده، ښايي ځينې مشران مشهور نه وي. خو، څرنګه چې هر څوک له مشرۍ سره يو څه شوق لري، نو ځکه غواړي چې پوه شي د مقابلې ډلې، کورنۍ، ادارې يا نورو مشر څوک دی، او د نن د ټولنيزو شبکو په دې زمانه کې خو ځينې لپاره همدا شهرت د مشرۍ وسيله وي يا مشري همدې شهرت لپ

Qudratullah Hiwadpal · 6 avril 2025 · 5 min
د مشرۍ نشه او حرص – ۳Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۳

کبر د انسان د تباهۍ سبب ګرځي، او دغه کبر يا لويي په انسان کې يو ځلي نه راځي، بلکه د وخت له تيريدو او د شاوخوا خلکو د غوړه مالۍ له کبله انسان فکر کړي چې د دغې مشرۍ د منصب له کبله زه له ټولو غوره او لوړ يم، چې د دغې دعوې تر ټولو ښه بيلګه فرعون وو. فرعون د مصر خلکو ته ويل چې له ما پ

Qudratullah Hiwadpal · 25 mars 2025 · 7 min
د مشرۍ نشه او حرص – ۲Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۲

د مشرۍ حرص دا عمومي ډولونه دي: ۱) د فرعونيت دعوه، ۲) په عمل او وينا کې دوه مخي، ۳) که مشري رانکړي، ښه کار نه کړم، ۴) نورو کې نيمګړتياوې لټول او ورپسې بد ويل، ۵) له ځان څخه د اهلو خلکو نه پيژندل، ۶) که له موقفه ليرې شي، نو پښيمانه او خپه وي، ۷) تکبر او بدسلوکي، ۸) که مشري پخپله وغ

Qudratullah Hiwadpal · 18 mars 2025 · 4 min