Rincón del CEO

CEO Corner

Ensayos, casos, boletín

روزنه/ ټريننګ د څه لپارهManagement

روزنه/ ټريننګ د څه لپاره

روزنه د پیسو ضياع نه ده، بلکه يوه پانګونه ده چې په اوږده کې کولای شي اداری ته ډېره ګټه راوړي، روزنه کولای شي اداری سره د کار په بهتره اجرا، د کار اجرا کولو نوي چمونو په زده کولو، د کارکوونکو ظرفيت په لوړولو، په چاپيریال يا صنعت کې د کار بهتره اجراتو په اداره کې مروجولو، له نورو د

Qudratullah Hiwadpal · 16 de octubre de 2016 · 5 min
پراخه نړۍ، څرنګه له نړيوالو مختلطو ډلو سره کار وکړوManagement

پراخه نړۍ، څرنګه له نړيوالو مختلطو ډلو سره کار وکړو

زما په يوه اوسنئ پروژه کې له امريکا، انګلستان، هانګ کانګ، هند او اسټراليا څخه خلکو ګډون کاوه، چې د ټولو حاضرول يو ستونزمن حالت وو، اخيره کې مو حالت داسې برابر کړ هغوی چې وخت ورته نامناسب وو يوازې محدود او مهم وخت لپاره له موږ سره شريکيدل. ځان پوه کړئ چې د ډلی کوم غړي په نامناسب و

Qudratullah Hiwadpal · 9 de octubre de 2016 · 3 min
د ټکنالوژئ لس خوار عادتونهManagement

د ټکنالوژئ لس خوار عادتونه

ټکنالوژي زموږ د ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، نږدی هر څوک د ټکنالوژئ يوه نه يوه وسيله لري، که ټليفون دی، ټبليټ دی، کمپيوټر دی يا نور خو موږ ټول د ټکنالوژئ له يوې وسيلې کار اخلو، هر څه خپل آداب لري خو ځينې وخت د دې وسيلې کاروونکی دومره د دی په استعمال کې ورک شي، چې خپل چاپيريال ت

Qudratullah Hiwadpal · 2 de octubre de 2016 · 5 min
رښتيا د تورې په توګهManagement

رښتيا د تورې په توګه

هر څوک د خپل نظر حق لري، خو خپل نظر د رښتيا او حقيقت په نامه پر بل د تپلو حق نه لري، د ژوند يو تر ټولو ښه اصل همدا دی چې انسان د خپلې وينا او عمل اختلاف له منځه وباسي، هر کله چې د زحمت، ښه کار، ښه اخلاقو، او نورو ښو تبليغ کا، تر ټولو ښه نمونه يې همدا شخص دی، خپله بايد پرې لومړی ع

Qudratullah Hiwadpal · 24 de septiembre de 2016 · 4 min
ګړندئ پرېکړه د بزګر لورManagement

ګړندئ پرېکړه د بزګر لور

مخکې لدې چې وړاندې ولولئ، فکر وکړئ تاسې دلته څه کول؟ که د بزګر لور پر ځای وای نو څه به مو کول؟ که کاڼی راواخلی دواړه تور دي، او که پر يې ږدي نو بيا هم چاره نشته، او يا ملک رسوا کړي چې په خلته کې دواړه کاڼي تور دي. دلته د پر ځای او پر وخت فکر او پرېکړی قدر معلومېږي.

Qudratullah Hiwadpal · 7 de septiembre de 2016 · 3 min
آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟Management

آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟

منظم تعليم ښه دی، ممکن د زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه بديل هم وي، خو ټولنه او په ځانګړي ډول والدين بايد دا فکر ونه کړي چې اولاد ښوونځي يا پوهنتون ته ليږم نو له هر څه خلاص شوم، بايد ورسره دوامداره هڅه وکړي چې د ټولنې، کلتور او رواجونو هغه اړخونه هم وروښيي چې په ښوونځيو يا پوهنتونون

Qudratullah Hiwadpal · 24 de agosto de 2016 · 5 min
د آزادئ ورځې په نامهManagement

د آزادئ ورځې په نامه

سره لدی چې هره خبره مو د پنځه زره کلن تاريخ سره پيليږي، خو د دې پنځه زره کلن تاريخ څومره آثار خوندي شوي دي، زموږ په تاريخ کې يا اوسنيو ليکوالانو د شاعرانو او شاهانو پرته د بل چا ژوند يا آثار خوندي کړي دي، آيا پدې پنځه زره کلن تاريخ کې موږ هيڅ ساينس دان نه درلود، هیڅ مخترع مو نه د

Qudratullah Hiwadpal · 18 de agosto de 2016 · 4 min
د مخابراتي شرکتونو بيځايه پيغامونهTelecom

د مخابراتي شرکتونو بيځايه پيغامونه

که زه د مخابراتي شرکتونو مشتري يم دا په دې معنا نه ده چې هر څه يې په زړه وي، هغه دې زما له معلوماتو سره کوي، د مشتري او شرکت تر منځ معامله يوه تجارتي قرارداد دی، تاسې د هغوی د خدمتونو لپاره لوړه بيه ورکوئ، زموږ مخابراتي بيې بيا هم نسبت ګاونډيو او خدمت ته ډېرې ګرانی دي، دلته هر هغ

Qudratullah Hiwadpal · 9 de agosto de 2016 · 4 min
اداری کلتورManagement

اداری کلتور

د اداری بهتره کلتور رامنځ ته کولو لپاره ضرور ده چې، د اداری مشرانو سلوک او وينا يو ډول وي، يا خپله نهايي هڅه وکړي چې دواړه يو ډول وټاکي؛ نورو ته د ساده ګانو فکر ونه کړي، يعنې که وايي چې موږ دا کار نه کوو نو بايد ويې نه کړي، له خلکو دا تمه ونه ساتي چې د دې د عمل پرځای دی ددې وينا

Qudratullah Hiwadpal · 26 de julio de 2016 · 4 min
ورځ تر بلې هوښيار شئ، لس کوچني څه چې مرسته کويManagement

ورځ تر بلې هوښيار شئ، لس کوچني څه چې مرسته کوي

هوښياري بيلابيل ډول تعريفريږي، خو په ډېره ساده توګه په يوه شته حالت کې له خپلې پوهې او مهارتونو ګټه اخيستنه ده، اکثره خلک فکر کوي چې هوښياري ارثي وي، او له پيدايښته انسان له چاټئ عقل سره پيدا کيږي او په کمکي عمر کې پرمختګ کوي او بيا له عمر سره نه بدليږي، خو نوی څيړنی ښيي چې انسان

Qudratullah Hiwadpal · 17 de julio de 2016 · 6 min
محلي ژبی او مشتريانو خدمتManagement

محلي ژبی او مشتريانو خدمت

هره اداره چې د ملي پوښښ دعويداره وي، هغه مجبوره ده چې ولسي کلتورونو ته درناوي په رڼا کې د محلي ژبې ويناوال په خپل کارکوونکو کې ولري، سره لدی چې موږ ډېر غني کلتور او بيلابیلی ژبې لرو، داسې ژبې هم شته چې له پنځه سوه کم ويناوال لري، خو د هغوی لپاره ممکن د ويناوالو ګمارل به اقتصادي ن

Qudratullah Hiwadpal · 27 de junio de 2016 · 2 min
اداری حاکميت او پروژو مديريتManagement

اداری حاکميت او پروژو مديريت

پروژه بايد د اداری ستراتيژيکو اهدافو په رڼا کې پر مخ ولاړ شي، بيلابيلو څيړنو ښودلی هغه پروژې چې د اداری له ستراتيژيکو اهدافو سره برابرې نه وي، د ناکامئ امکان يې ډېر وي، نسبت هغه پروژو ته چې د ادارې له ستراتيژيکو اهدافو سره سمی وي، او پردې پوهيدل څه دومره سخته خبره هم نه ده، ځکه ا

Qudratullah Hiwadpal · 15 de junio de 2016 · 3 min
واک – PowerManagement

واک – Power

سره لدی چې موږ واک پر پنځو پراخو کتګوريو ويشو، خو بيا په يوه کې نه راغونډيږي، د واک پدې ډولونو کې عموماً دوه درې ډوله يې يوځای ليدل کيږي، يعنې يو څوک به وي چې مقام به لري ورسره به پوه هم وي، نو نور خلک به هڅه کوي د هغه په شان شي، ورسره به يو څوک وي چې د بدو رسولو توان به لري، نور

Qudratullah Hiwadpal · 25 de mayo de 2016 · 7 min
پر ټکنالوژئ پانګونهTechnology

پر ټکنالوژئ پانګونه

د انټرنېټ له لارې روغتيا، ښوونه او روزنه، تذکره، پاسپورټ او نور داسې بې شمېره خدمتونه لدې پرته چې نړېوال/ ملي لاسرسی برابروي ورسره پر دولتي ادارو بيروبار کموي، د نوو خدمتونو معرفي کولو مصارف ورسره کميږي، بدلونونه پر آسانه راتللای شي، د خدمت برابرولو وخت راکميږي/ ګړندي برابريږي او

Qudratullah Hiwadpal · 15 de mayo de 2016 · 4 min
ضعيفه کاري کلتور او بې ځايه رخصتئManagement

ضعيفه کاري کلتور او بې ځايه رخصتئ

هېوادونه او پرمختګ اجتماعي زحمت غواړي، ټول بايد په شريکه هڅه وکړي چې د هېواد خښته يې په خښته شي، دلته د هر مړي، ژوندي او انقلاب لمانځل او هغه هم پداسې هېواد کې چې هره ورځ شهيد ورکوو او د ولس هر دويمګړی يې د انقلاب شوقي دی دلته د رخصتيو ليست په اوږدو دی نه په لنډيدو، ورسره موږ د پ

Qudratullah Hiwadpal · 1 de mayo de 2016 · 3 min
مينه او ټکنالوژيTechnology

مينه او ټکنالوژي

داسې او نورې بيشميره بيلګې چې له زموږ وړاندی نسل ورسره د مينې په ډګر کې نه وو مخ شوی، داسې يو حالات چې زموږ شاعرانو او اديبانو پیشبيني کولای نه شو، د نن ځوان نسل ورسره مخ دی، د نن زمانی مجنون په خپل دفتر يا د خوب په کوټه کې ناست دی او پر انټرنيټ مينه لټوي، يو نيم ځوان خو له ميرمن

Qudratullah Hiwadpal · 24 de abril de 2016 · 4 min
د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميتTechnology

د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت

سره لدې چې د اساسي قانون له مخی، د محکمی له اجازی پرته د يو چا اړيکه بايد ونه څارل شي، او نه بايد د هغې پر شخصي آنلاين حریم بريد وشي، ځکه که چيرې يو څوک د خاوند يا محکمې له اجازې پرته يو څه ته لاس اچوي دا پخپله جرم دی، خو بدبختانه که په څرګنده توګه نه ويل کيږي خو دا تر ډېره حده ر

Qudratullah Hiwadpal · 5 de abril de 2016 · 5 min
تعليم او تمیManagement

تعليم او تمی

اکثره ځوانان درس ته په عموم او پوهنتونونو ته په ځانګړي ډول د کار موندنی يوې وسيلې په توګه ګوري، اکثره دا فکر کوي چې کله زه له پوهنتونه فارغ شم دا دولت يا لويو ادارو مسؤليت دی چې ما پر وظيفه کاندي، يا ما خپل مسؤليت ادا کړ او سند مې حاصل کړ اوس بايد دا دولت ما پسې منډی ووهي چې که ز

Qudratullah Hiwadpal · 19 de marzo de 2016 · 4 min
لس مهارته چې ټول يې بايد ولري!Management

لس مهارته چې ټول يې بايد ولري!

په کاروباري نړئ کې شخص د مهارتونو پر اساس استخداميږي، د کارکوونکي ارزښت د هغې په کار کې دی او کار مهارت غواړي، څومره چې مو مهارتونه ډيريږي همدومره مو استخداموونکي ته ارزښت ډيريږي. اکثره وختونه خلک يوازې د خپل مسلک د ساحې پر مهارتونو تمرکز کوي، لکه ساختماني انجينر به له څو لارو د

Qudratullah Hiwadpal · 28 de febrero de 2016 · 7 min
دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدلManagement

دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدل

په مديريت کې ددفتر سمبالول په خپل ځان کښي یو جلا مسلک دئ. خلګ په کلونو- کلونو پکښي زده کړه اومطالعه کوي او بیا د دفتري مدیر پر دنده ګمارل کيږي، ما (مهربان) په دې لیکنه کې له ویکیپیډیا او نورو انګلېسي ويبپاڼو څخه هغه څه راټول کړي دي چي د هغو ورونو په درد خوړل کیږي چي په دفترونو کښ

Qudratullah Hiwadpal · 11 de febrero de 2016 · 18 min
کار غواړئ، لدې ۱۲ عادتونو تير شئManagement

کار غواړئ، لدې ۱۲ عادتونو تير شئ

کله چې موږ د بهتره کار بحث کوو يا غواړو په لنډه کې ډېر کار وکړو، نو خبره هوښيار او سم کار ته راځي نه ډېر او سخت کار ته، هره چاره د خپلې اجرا طريقه لري، او ضرور نه ده چې کوم کار مو ډېر تکليف کړي هغه دې ښه کار وي. د ښه کار لپاره ځان روزل دومره آسان کار نه دی، خو که چيرې موږ ځان له

Qudratullah Hiwadpal · 2 de febrero de 2016 · 7 min
د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارېTechnology

د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې

ټکنالوژي يوه بدليدونکي او وړتيا بښونکي پديده ده، چې په ګړنديوالي سره پرمختګ او پراختيا کوي، پر ټکنالوژئ د ډيرو خلکو سر نه خلاصيږي او د ټکنالوژئ مسلکيانو بیا د نړۍ په ډيرو چارو او سياستونو سر نه خلاصيږي چې دا د ناکامئ په لور لومړې ګام دی،

Qudratullah Hiwadpal · 21 de diciembre de 2015 · 5 min