Rincón del CEO

CEO Corner

Ensayos, casos, boletín

Mostrando EducationQuitar filtro
ولې ډير خلک پوهيږي، خو عمل نه کړي؟
Education

ولې ډير خلک پوهيږي، خو عمل نه کړي؟

عمل له تيارئ پيليږي، خلک فکر کړي چې هر کله زه تيار وم، نو بيا به يې پيل کړم، يا يو څو پوښتنې لرم، کله چې مې دا حل کړی، بيا يې پيلوم. يو څه نورو معلوماتو او څيړنې ته اړتيا لرم، کله چې هغه معلومات راغلل بيا يې شروع کوم. خو، واقعيت کې ځان تيارول د ځان تير ويستل دي، په دغه فکر ځان قا

Qudratullah Hiwadpal · 12 de mayo de 2026 · 6 min de lecturaLeer artículo
له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي دهEducation

له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده

زده کړه پرمختګ ګڼل کيږي، د تحصيلي سند تر لاسه کول وده ښکاري، په ساعتونو د درسي موادو ليدل د وخت ښه استعمال احساس ورکوي، خو دا هر څه د بدلون سبب نه ګرځي. اصل پوښتنه د زده کړې نه ده، بلکه دا ده چې، له دومره معلوماتو او پوهې سره مو ژوند له کوم اړخه ښه شوی دی، په فکر، عمل او پريکړو ک

Qudratullah Hiwadpal · 28 de abril de 2026 · 5 min
Education

د کمښت اصل

نن هر يو د ډيرولو په لټه کې دی، داسې يو حالت چې هره ورځ له خلکو اورئ نور کتابونه ولولئ، نوي مهارتونه زده کړئ، نوې او ډيرې وسيلې وکاروئ، له نورو ډير کار وکړئ، او پر همدې مزل پر ژوند نور او نور ورډير کړئ، نوي موقفونه، نومونه، القابونه او همداسې نور. خو، ممکن د ډيرولو په دې منډه کې

Qudratullah Hiwadpal · 14 de abril de 2026 · 6 min
ظرفیت جوړونهEducation

ظرفیت جوړونه

مخکې لدې چې يوه هدف ته ورسيږئ، د هغه ظرفيت به په ځان کې پيدا کوئ. مخکې لدې چې تاسې اوبه راواخلئ د اوبو ساتلو او نيولو لوښی يا ظرف به لرئ. مخکې لدې چې علم حاصل کړئ د علم ظرفيت یا لوښی به له ځانه جوړوئ، مخکې لدې چې سترو خلکو سره کينئ، دا ظرفیت به په ځان کې پيدا کوئ چې هغه مجالسو ته

Qudratullah Hiwadpal · 7 de abril de 2026 · 3 min
مشري: د بېوزله اختیارEducation

مشري: د بېوزله اختیار

مشري: د بېوزله اختیار هدف له بيوزلۍ څخه یوازې مالی کمزورتيا نه ده، بلکه هر کله چې يو څوک ونه شي کړای هغه څه چې دا يې غواړي وکړي، اما د هغې لپاره وسايل ونه لري، نو په هغه ساحه کې بيوزله دی. دا له مالي امکاناتو نيولې، تر وخته او اړيکو هر څه رانغاړي. د ټولنو او هېوادونو د پرمختګ له

Qudratullah Hiwadpal · 4 de abril de 2026 · 4 min
د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه دهEducation

د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده

د بشر په تاريخ کې پوهه په دوامداره توګه ډيره شوې ده. خو، په دې وروستيو څو لسيزو کې د پوهې ډيريدا دغه مزل ګړندی شوی دی، چې د مسلک پوهان يې د پوهې غبرګيدل بولي، يعنې مخ په ګړندي کيدونکي ډول د بشر مجموعي پوهه ورځ تر بلې غبرګيږي. او لدې سره پر هغه څه چې نن پوهيږئ نو هغه هم په ګړنديوا

Qudratullah Hiwadpal · 31 de marzo de 2026 · 4 min
ننګونې چې د زده کړې او تدبر مخه نيسيEducation

ننګونې چې د زده کړې او تدبر مخه نيسي

د نن په ګړندۍ نړۍ کې خلک فکر کړي چې زده کړه له ډير کار او تجربې راځي، خو څيړنې ښيي چې زده کړه يوازې له تجربې نه راځي، بلکه پر هغه تجربه فکر او تدبر هم غواړي. د ژورې زده کړې لپاره فکر او تدبر دواړه مهم دي، خو اکثره ادارې او اشخاص بيا دا وسيله سمه نه کاروي. دلته يې پر هغه ننګونو غږ

Qudratullah Hiwadpal · 28 de marzo de 2026 · 3 min
مشري: پرمختګ او نااهليEducation

مشري: پرمختګ او نااهلي

مشري: پرمختګ او نااهلي کله چې پرمختګ د نااهلئ سبب وګرځي. په نننيو ادارو کې هغه عامه، شخصي، انتفاعي او يا غير انتفاعي يا آن تعليمي ادارې وي، پرمختګ او موقف ته رسيدل عموماً د اهليت يوه نښه بلل کيږي. داسې ګڼل کيږي هغوی چې په اوسنئ دنده کې ښه فعاليت او لاسته راوړنې وښيي نو له پراخه ا

Qudratullah Hiwadpal · 17 de marzo de 2026 · 5 min
ټکنالوژي او عقيدهEducation

ټکنالوژي او عقيده

د ۲۰۲۵م کال په پيل کې کله چې په امريکا کې نوي ولسمشر لوړه کوله، نو له هغې څو ورځې وړاندې د ټيک ټوک پر ملکيت جنجال روان وو، امريکايانو ويل څرنګه چې دا يوه چينايي ټولنيزه شبکه ده، خوندي نه ده، زموږ د خلکو احوال چين ته استوي، نو ځکه بايد بنده شي، محکمې امر کړی وو او بنديدلو پرته يې

Qudratullah Hiwadpal · 14 de marzo de 2026 · 4 min
مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکیEducation

مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی

په تاريخي توګه مشري عموماً له فزیکي شتون، اداري جوړښت يا د قدرت له رسمي سرچينو سره تړلې وه. مشرانو عموماً ټاکلې وسايل، ادارې، دفترونه او د مراتبو لړئ درلوده. خو، نن د ټکنالوژيو له برکته د مشرۍ دغه رواجي جوړښت مخ په بدليدو دی. نن پوهه او معلومات پر سرعت خپريږي، مفکورې په ثانيو کې

Qudratullah Hiwadpal · 10 de marzo de 2026 · 6 min
ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښېEducation

ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې

پخوا ځيرکتيا او هوښيارتيا په ازموينو کې پر لوړو نومرو، تعليمي سندونو، کتابونو او پوهې معلوميده، خو نوې څيړنې ښيي چې ځيرکتيا د معلوماتو له زده کولو او کتابي ستونزو له حلولو اخوا ډير پراخه نور اړخونه هم لري. نوې څيړنې چې د برياليو ځيرکتياوو او هوښيارتياوو تر عنوان لاندې ترسره کيږي،

Qudratullah Hiwadpal · 7 de marzo de 2026 · 4 min
مشري: د اختلاف جرأتEducation

مشري: د اختلاف جرأت

د ذکاوت یو تعریف دا هم دی چی انسان دی دوه مختلفې نظریی واوري، دواړه دی ومني خو بیا دی هم خپل ژوند ته دوام ورکړي، دومره پر ځان حاکم وي چې له هر ډول اختلاف سره بيا هم خپل نظر ته رجوع وکړي، او که چيرې ښه خبره واوري نو نظر بدل کړي. اکثره خلک د نظر له اختلاف څخه پدی ویریږي چی له ما به

Qudratullah Hiwadpal · 4 de marzo de 2026 · 2 min
د پرون پر پوهه او تجربه د سبا پریکړهEducation

د پرون پر پوهه او تجربه د سبا پریکړه

موږ ته خپله پوهه او تجربه ښه ښکاري، پرې باور لرو، ځکه چې پخوا يې نتیجه ورکړې ده، تر ننه يې رارسولي يو، خو د پرون پوهه د پرون د شرایطو لپاره وه، د نن واقعيتونو لپاره نه وه، نن د نن او سبا د سبا پوهه غواړي. دغه پوهه او تجربه د ژوند تر اوسني پړاو نتيجه ده، تر ننه مو زده کړه او تجربه

Qudratullah Hiwadpal · 24 de febrero de 2026 · 4 min
استخدام پر لياقت پرمختګ پر سلوکEducation

استخدام پر لياقت پرمختګ پر سلوک

په کار موندنه کې استخداموونکی تر هر څه وړاندې د شخص لیاقت او تحصيلي سندونو ته ګوري، کاري تجربه يې ارزوي او د پخوا پر سلوکونو او لاسته راوړنو دا ټاکي چې دا شخص به د دوی لپاره په راتلونکي کې څومره ګټور وي. خو، کله چې استخدام شي نو بيا د ده پرمختګ د هغې د سلوک پر اساس وي، د ده پاتې

Qudratullah Hiwadpal · 11 de enero de 2026 · 4 min
د مشر نیمګړتياوې او کاري ډلهEducation

د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله

د مشرۍ به بحث کې اکثره وختونه خلک هر څه له مشره غواړي، دوی فکر کوي چې مشر بايد په هر تول پوره وي، له هر څه خبر وي او د هر چا غوښتنو پوره کولو توان بايد ولري، خو هیڅوک هیڅکله پوره نه وي، یا لږ تر لږه دا امکان نه لري چې يو څوک دې هر څوک راضي کړي. مشر له خلکو سره کار کړي، خلک تمه لر

Qudratullah Hiwadpal · 31 de diciembre de 2025 · 7 min
د استعدادونو لټهEducation

د استعدادونو لټه

په نړيواله توګه د استعدادونو د جذب او پاللو ټکرونه او ډغرې له وړاندې نورې هم جدي شوي دي، د اقتصاد نړيوال فورم وايي چې که اروپا او امريکا غواړي په نړيواله توګه خپل د ابتکار او مخکښئ دا مزل وساتي نو تر ۲۰۳۰م کال پورې به ۷۲ميلیونه ماهره کاري ځواک روزي، په نړيواله توګه دا شميره بيا ۸

Qudratullah Hiwadpal · 28 de diciembre de 2025 · 4 min
د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکيEducation

د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي

هوښياران وايي چې مهمه نه ده څومره ګړندي ځغلئ، مهمه دا ده چې پر سمه لار ځغلئ، يعنې سرعت مهم نه دی، خو د لارې سموالی مهم دی، داسې څه چې تاسې خپل هدف ته ورسوي. ژوند لنډيږي دا دی بل کال هم مخ په خلاصیدو دی، خو د اکثرو ژوند هماغه ډول مصروفه دی، بیلابيلې څيړنې ښيي چې د نن بشر د پخوانيو

Qudratullah Hiwadpal · 22 de diciembre de 2025 · 7 min
د هڅونې او نظم تر منځEducation

د هڅونې او نظم تر منځ

د هر کار لپاره هڅه مهمه ده، خو يوازې په هڅه نه ده، دغه هڅه دوام غواړي، او همدا د سترو لاسته راوړنو اساسي عامل دی. د نن زمانې د مثبتې ارواپوهنې او هڅونې ببولالو تر منځ له ځينو خلکو سره دا باور دی چې يوازې د يو څه په اړه فکر وکړه، مثبت اوسه او غم ته لار مه ورکوه نو ژوند به دې ګل او

Qudratullah Hiwadpal · 15 de diciembre de 2025 · 7 min
د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شيEducation

د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي

د معاصرې نړۍ د کارځايونو په اړه ځينې فکرونه يا افسانې شته، چې د همدې افسانو په رڼا کې بيا مشران خپل دفترونه او دندې اداره کوي. دغه فکرونه منطقي او آن سم ښکاري، خو نوی څيړنې ښيي چې تر ډيره دغه فکرونه خيالي شکل لري. د نن د کار په اړه د څيړنو په لړۍ کې يوه څيړنه د خلکو له کار سره مي

Qudratullah Hiwadpal · 24 de noviembre de 2025 · 7 min
راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونهEducation

راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه

اکثره خلکو سره دا انديښنه وي چې سبا ته به څه کړم، څرنګه راتلونکی پلان کړم، په ځانګړي ډول هغوی چې نوی مسلک ټاکي، له پوهنتونه يا ښوونځي فارغيږي يا بلې دندې پسې ګرځي يا کاروبار پيلوي. راتلونکی نامعلوم وي او دغه حالت کله کله له بنده څخه لاره ورکوي. خو د راتلونکي په اړه له دغه ابهام س

Qudratullah Hiwadpal · 20 de noviembre de 2025 · 8 min
د باور راکړه ورکړهEducation

د باور راکړه ورکړه

نړۍ پر همدې متقابل باور روانه ده، مخکې ذکر شوي ټول ټولنيز خدمتونه د امريکايانو دي، خو که چيرې دا خدمتونه چينايان وړاندې کړي نو څومره به پرې باور ولرئ، په ځانګړي ډول هغوی چې په غربي هېوادونو کې اوسيږي يا د هغوی له قوانينو اغيزمن دي، هغه به پر چينايي شرکت څومره باور وکړي. ټيک ټوک چ

Qudratullah Hiwadpal · 20 de octubre de 2025 · 5 min
وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړياEducation

وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا

يعنې مهم وخت نه دی، مهم دا دی چې تاسې په يوه ټاکلي وخت کې څه کړئ، لکه د ډوډۍ په وخت کې تمه د ډوډۍ وي، د لمانځه په وخت کې تمه د لمانځه وي، او د لوبو په وخت کې تمه د لوبو وي. که چيرې په مجلس کې ناست د بنډار او فیسبوک تر منځ يو ټاکئ، نو هماغه مو لومړيتوب دی. لدې سره تړلی بل بحث د زړ

Qudratullah Hiwadpal · 12 de octubre de 2025 · 6 min
د مينې ړاندهEducation

د مينې ړانده

متل کا چې مينه ړنده وي، چې که په هر څه راغله يا پر هر چا مئين شوې، له هر څه درته ښکلی شي. يا په بله وينا، هر څوک چې له يو څه سره مينه ولري، د هغې پر نيمګړتياوو ړانده کيږي، او دغه سترګې پټول بيا د دوی پر پريکړو، کړو وړو او معاملو اغيزه لري. که په هره مو روان کړ، درسره درومي.

Qudratullah Hiwadpal · 8 de septiembre de 2025 · 5 min
د سلاکار او سلا اوصافEducation

د سلاکار او سلا اوصاف

سره لدې چې د سلا (مشورې) ارزښت له ورايه ښکاري، خو له هر چا سره مشوره هم نه کيږي، نو ځکه له هر چا چې سلا اخلئ، غوره به وي چې دا پنځه ځانګړتياوې ولري: ۱. په اړونده ساحه کې کافي تجربه ولري مشوره د خپلې پوهې او تجربې پر اساس ورکول کيږي، هر څومره چې د يو شخص په اړونده ساحه کې تجربه ډي

Qudratullah Hiwadpal · 31 de agosto de 2025 · 6 min