Rincón del CEO

CEO Corner

Ensayos, casos, boletín

د ضايع شويو وړتياوو پټه بيه
Human Resources

د ضايع شويو وړتياوو پټه بيه

فکر وکړئ، يو ځوان د خپل عمر شل کاله په زده کړو تېر کړي، له پوهنتونه يا مدرسې فارغ شي، خو بيا کلونه د داسې کار په لټه کې وي چې خپله زده کړې پکې وکاروي. بل ځوان ښايي ښه وړتياوې ولري، خو د زده کړې فرصت ورته نه وي برابر شوی. دواړه په خپل هېواد کې پاتې دي، خو آيا هېواد يې له وړتياوو ګ

Qudratullah Hiwadpal · 7 de noviembre de 2026 · 5 min de lecturaLeer artículo
د استعدادونو نړيواله سيالي، افغانستان چیری دی؟Human Resources

د استعدادونو نړيواله سيالي، افغانستان چیری دی؟

دوه هېوادونه په پام کې ونيسئ؛ يو يې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه تکړه او وړ خلک ځان ته جذبوي، بل بيا خپل روزلي او وړ خلک له لاسه ورکوي، او هغوی په نورو هېوادونو کې د خپل راتلونکي لپاره فرصتونه لټوي. څه فکر کوئ، له دغو دوو هېوادونو څخه به کوم يو د پرمختګ او هوساينې ښه راتلونکی ولري؟

Qudratullah Hiwadpal · 3 de noviembre de 2026 · 6 min
د نسلونو تر منځ ډيرويدونکی واټن، ولې يو بل نه اورو؟Business

د نسلونو تر منځ ډيرويدونکی واټن، ولې يو بل نه اورو؟

د بشر د تاريخ پراخه برخه کې د پوهې لاسته راوړلو زحمت غوښت. کتابونه ګران وو، کتابتونونه په نشت حساب وو، او پوهانو او ښوونکو او تعليمي ادارو ته رسيدنه محدوده وه. نن يو څوک د انټرنېټ له يوې ساده اړيکې سره کولای شي د نړۍ ممتازو پوهنتونونو او مدارسو درسونه واوري، ډيجيټال کتابتونونو ته

Qudratullah Hiwadpal · 31 de octubre de 2026 · 5 min
د کډوالۍ بل اړخLeadership

د کډوالۍ بل اړخ

فکر وکړئ يو څوک په جرمني کې له خپل اولاد سره غږيږي، دا ورته په پښتو کې يو څه وايي اولاد يې په جرمني کې ځواب ورکوي. دوی د يو بل په ژبه پوهيږي، خو نړۍ ته له بېلابېلو زاویو ګوري. پلار د افغانستان د تېر ژوند خاطرې لري، خو اولادونه يې د جرمني له ژوند، ملګرو او چاپېريال سره لوی شوي دي،

Qudratullah Hiwadpal · 27 de octubre de 2026 · 7 min
ښارونه مو ستريږي، خو آیا ژوند مو هم ورسره بدليږي؟Leadership

ښارونه مو ستريږي، خو آیا ژوند مو هم ورسره بدليږي؟

فکر وکړئ يو څوک کابل لس کاله وروسته راستنيږي، هغه نوې ودانۍ ويني، پراخه چم ګاونډ، بازارونه، پاخه سرکونه، او بې خرته ډيرې موټرې. ښار بدل شوی دی، خو له هغې سره نورې پوښتنې دي: – آیا ماشومان په آرامه او خوندي توګه بهر لوبيدای شي؟ – آیا سپين سري/ سپين ږيري، ميرمنې او ماشو

Qudratullah Hiwadpal · 24 de octubre de 2026 · 5 min
پوهې ته لاسرسی آسانه شوې، خو آیا ارزښت يې هم لوړ شوی؟Business

پوهې ته لاسرسی آسانه شوې، خو آیا ارزښت يې هم لوړ شوی؟

د بشر د تاريخ پراخه برخه کې د پوهې لاسته راوړلو زحمت غوښت. کتابونه ګران وو، کتابتونونه په نشت حساب وو، او پوهانو او ښوونکو او تعليمي ادارو ته رسيدنه محدوده وه. نن يو څوک د انټرنېټ له يوې ساده اړيکې سره کولای شي د نړۍ ممتازو پوهنتونونو او مدارسو درسونه واوري، ډيجيټال کتابتونونو ته

Qudratullah Hiwadpal · 17 de octubre de 2026 · 5 min
د عامه خدمت پټ لګښتBusiness

د عامه خدمت پټ لګښت

داسې فکر کيږي چې عامه خدمت عموماً وړیا وي، يا د ځينو خدمتونو لپاره ټاکلی فیس وي، خو پوښتنه دا ده هغوی چې دا خدمت حاصلوي او ترې ګټه اخلي، ورته دا خدمت په څو پريوځي. فکر وکړئ يو څوک يوې ادارې ته د سند تائيد، ټاپې، لاسليک، ثبت، طبي مرستې يا تصديق لپاره مراجعه کوي. دغه کار ممکن ټول ن

Qudratullah Hiwadpal · 14 de octubre de 2026 · 4 min
بې بديله مه اوسئBusiness

بې بديله مه اوسئ

بديل نه لرل ښايي‌د ظرفيت، وړتيا، وفادارۍ او ارزښت نښه وګڼل شي. خو که چيرې هر څه يو بنده ته محتاج شي، نو دا ډير ژر هم هغه شخص او هم کاروبار او ادارې ته پر نيمګړتيا او ضعف بدليږي. فکر وکړئ د يوه کاروبار مشر وايي چې دلته هیڅ هم له ما پرته مخکې نه ځي. هره تاديه د هغه لاسليک غواړي، هر

Qudratullah Hiwadpal · 7 de octubre de 2026 · 5 min
د بې باورۍ بيهBusiness

د بې باورۍ بيه

باور اقتصادي ارزښت لري. کله چې باور لوړ وي نو کار، چارې او اجناس ارزانه، ګړندي او آسانه وي. کله چې باور نه وي، نو بيا فرعي بيې لوړيږي، پروسې ډيريږي او چارې ځنډنۍ وي. فکر وکړئ کاروبار لرئ، يو چا ته زنګ وهئ چې مال راوليږه او راتلونکې اونۍ به پیسې درکړم؟. يوازې پر ټليفون ستاسې کاروب

Qudratullah Hiwadpal · 3 de octubre de 2026 · 4 min
بريا او فشارBusiness

بريا او فشار

هره بریالئ چاره فشار لري. هر هغه چا چې د خپل ژوند يا د نړۍ بدلولو، کاروبارونو پر پښو درولو يا عمومي برياليتوب په لور کار کړی دی، پوهیدل چې دا چارې له ځان سره ستر فشارونه لري. هغوی چې لدې فشاره تيريږي تر هر څه وړاندې بايد ورسره پر خپل تعلق پوه شي او هغه چاپيریال درک کړي چې دا فشار

Qudratullah Hiwadpal · 29 de septiembre de 2026 · 5 min
ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟Business

ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟

ضرور نه ده چې مسلک دې تل د ټاکونکي د توانونو يا د ټولنې د اړتيا پر اساس وټاکل شي. اکثره وخت مسلک لدې کبله ټاکل کيږي چې خلکو ته قدرمن او درانه ښکاره شو. فکر وکړئ يو څوک به په عملي چارو کې ډير ښه وي، په عامه اصطلاح د مستريتوب کارونه به يې خوښيږي. هر مات او خراب څه پسې به يې پيچتاو

Qudratullah Hiwadpal · 26 de septiembre de 2026 · 7 min
له بهترينو زده کړهBusiness

له بهترينو زده کړه

په بهترينو کې دوهم له هغې ډير ښه دی چې په اوسط يا ټيټو کې څوک لومړی وي، ځکه چې غښتلی چاپيريال ستاسې معيارونه لوړوي، پر خپلو نيمګړتياوو مو پوهوي او زده کړه مو ګړندئ کوي. کله چې تاسې له بهترين سره په سيالي کې ياست، نو د مراجعې ټکی مو لوړيږي، د ښه تعريف مو بدلیږي. يعنې له هغه ځايه ب

Qudratullah Hiwadpal · 22 de septiembre de 2026 · 4 min
له سخت بحث څخه د ډډې بيهBusiness

له سخت بحث څخه د ډډې بيه

موږ له ډيرو داسې حالاتو سره مخ کيږو چې سخت بحث او غږيدا غواړي، خو ډير ترې ډډه کوي چې بيا به شي. دا د نن بحث سبا ته پریښودل ښايي په لنډه کې آرامه او آسانه ښکاره شي، خو سبا به موضوع لدې هم جنجالي او ستره وي. فکر وکړئ تاسې له خپل يو همکار، کاروباري شريک، کورنۍ غړي، ملګري يا کوم بل چ

Qudratullah Hiwadpal · 19 de septiembre de 2026 · 5 min
ټکنالوژي د منځګړي په توګهAI

ټکنالوژي د منځګړي په توګه

کله چې دا د ويبپاڼو او معلوماتي ټکنالوژيو باب نوی شروع شو نو هلته يوه ستره دعوه دا وه چې دا وسيلې به وکولای شي چې مشتريان يا مصرفوونکي مستقيماً له جوړوونکو يا تولیدوونکو سره ونښلوي، او د دوی تر منځ دغه منځګړي به له منځه ولاړ شي. خبره خو رښتيا شوه، منځګړي له منځه ولاړل، اوس خلک کو

Qudratullah Hiwadpal · 15 de septiembre de 2026 · 3 min
نن سبا معلومات موږ پسې راځي، موږ ورپسې نه ورځوBusiness

نن سبا معلومات موږ پسې راځي، موږ ورپسې نه ورځو

څو کاله وړاندې به چې مو معلومات په کار وو، نو انټرنېټ براوسر به مو پرانیسته، او عموماً په ګوګل کې به مو خپله پوښتنه وليکله، مناسبې ويبپاڼې ته به ولاړئ او خپل د لوست ځای به مو معلوم کړ. خو، نن دا کیسه چپه شوې ده، تاسې فيسبوک، ټيک ټاک، ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام يا بل پرانيزئ، کومه خ

Qudratullah Hiwadpal · 12 de septiembre de 2026 · 4 min
بخل ګران دیBusiness

بخل ګران دی

يو څوک بيوزله وي، هغه ارزانه شی اخلي ځکه چې د ګران څه اخيستو وس نه لري. يو بل څوک سپما کړي، هغه له بې ځايه لګښتونو ځان ساتي او خپلو مصارفو ته متوجه وي. بيا بخيل وي، هغه څوک چې وس يې لري خو بيا هم ارزانه پسې ګرځي سره لدې چې ښه به پوهيږي دا ارزانه ورته د کيفیت، روغتيا، خوندتيا، دوا

Qudratullah Hiwadpal · 8 de septiembre de 2026 · 5 min
ټکنالوژي مو له زحمته خلاصوي، خو پر هغه کمال به څه کړئ چې زحمت غواړيAI

ټکنالوژي مو له زحمته خلاصوي، خو پر هغه کمال به څه کړئ چې زحمت غواړي

ټکنالوژي له دې اړخه مهمه ده چې بنده له بې ځايه کړاوه او هڅو ساتي. خو ځيني هڅې بيا بې ځايه نه دي، دا د مهارت، ښه او بد پيژندنې، زغم او وړتيا رامنځ ته کولو برخه ده، هغه ګامونه دي چې له هغې پرته څوک کمال ته نه رسيږي. يوه زمانه کې به په ښوونځيو کې پر زده کوونکو پاړۍ زده کيدې، له دوو

Qudratullah Hiwadpal · 5 de septiembre de 2026 · 5 min
نظر د بل، قضاوت زموږBusiness

نظر د بل، قضاوت زموږ

فکر وکړئ له يوه ځوان هلک يا جنئ واورې چې له دې مسلکه څه نه جوړيږي، دا به پخپله په لسم يا يولسم ټولګي کې وي، خو د داسې مسلک په اړه به نظر ورکوي چې هیڅ يې پکې کار نه دی کړی او ښايي لس کاله وروسته هغه ځای ته ورسيږي چې بايد داسې بحث او پریکړه وکړي. د ده دا قضاوت د بل داسې چا پر نظر د

Qudratullah Hiwadpal · 1 de septiembre de 2026 · 5 min
چې عادي شو، نه يې پوښتوBusiness

چې عادي شو، نه يې پوښتو

انسان د ځان په عيارولو کې کمالي دی، لومړی چې څه يې پر طبعه برابر نه وي، نو ګيله کړي، ماته ګوډه هڅه کړي چې بدل يې کړي، خو ورو ورو ورسره ځان عادتوي، او څه موده وروسته ورته عادي شي. فکر وکړئ که يو څوک په لومړي ځل د بريښنا له پرچاوئ/ تګ سره مخ شي، نو په لومړي پيل کې ورته ستړې کوونکې

Qudratullah Hiwadpal · 29 de agosto de 2026 · 4 min
نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟Business

نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟

موږ نوي څه ته خوشحاليږو، نوې ودانۍ، نوې کور، نوې دنده، نوې پروژه، نوی قرارداد، خو له هغه پخوانيو سره څه کړو. خلک آن چې کله نوی واده وکړي نو هم ورته خوښ وي، خو وروسته بيا همدا له یو بل بيزاره وي، بيا بلې پسې ګرځي. کمال د راغونډولو نه دی، بلکه څه چې لرو پر هغې پاملرنه ده، او همدا س

Qudratullah Hiwadpal · 26 de agosto de 2026 · 3 min
پوهيږو ډير، خو عمل چيرې؟Business

پوهيږو ډير، خو عمل چيرې؟

په یوه زمانه کې پوهه کمه او ګرانه وه. نن د بازاري خوراک او شيريخ/ آيسکريم اخيستل دي: هر چيرې شته، ارزانه پيدا کيږي، ترتيبيږي او څرنګه چې مو خوښه وي، هغسې در رسيږي. يوه زمانه کې به پوه بنده پسې ګرځيدو، بيا به کتابتونونو ته تللو، ورپسې ګوګل په يو ځای زرګونه ځوابونه برابرول. خو نن پ

Qudratullah Hiwadpal · 22 de agosto de 2026 · 7 min
خپلواکي: ستر اهداف عموماً له کوچنيو چارو پيليږيBusiness

خپلواکي: ستر اهداف عموماً له کوچنيو چارو پيليږي

زموږ په عمومي توګه ستر اهداف خوښيږي. ښې مؤسسې، غښتلي کاروبارونه، توانمنده ادارې، باسواده خلک، پاک او منظم کلي او ښارونه، غوره خدمتونه، پرمختللی هېواد او روښانه راتلونکی غواړو. مشران هم اکثراً دا ستر اهداف خرڅوي، دوی د بدلون، بهترئ، پرمختګ، کيفيت او اوږد مهاله ودې او ښه والي په اړ

Qudratullah Hiwadpal · 18 de agosto de 2026 · 5 min
مسؤلیت، صلاحيت هم غواړيBusiness

مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي

فکر وکړئ، آمر خپل همکار ته دنده سپاري چې د اونۍ تر پايه دا چاره خلاصه کړي، خو همکار يې د کوچني لګښت تائيد لپاره لاسليکونو پسې ګرځي، بلې څانګې سره همغږي نه شي کولای، د وخت، قراردادي، اضافه کارئ او نورو اختيار نه لري، خو په پای کې ملامته همدا وي، او همدا آمر ترې پوښتي چې ولې د خپل

Qudratullah Hiwadpal · 16 de agosto de 2026 · 8 min
کله چې پروسه له نتیجې مهمه شيBusiness

کله چې پروسه له نتیجې مهمه شي

ادارې پروسو، راپورونو، منظوريو او اسنادو ته اړتيا لري. خو، ستونزه هغه وخت پيدا کيږي کله چې د دغو اسنادو او پروسو پوره کول له اصل هدف او نتیجې مهم شي. اصلاً خو هره پروسه بايد د يوه مقصد لپاره واوسي. فورمونه، منظورئ، راپورونه او جلسې د کار بهتره، ګړندي او مناسبې اجرا لپاره وي، که چ

Qudratullah Hiwadpal · 11 de agosto de 2026 · 5 min