د CEO ګوټه

CEO Corner

لیکنې، نمونې، خبرپاڼه

Management

د مسلک ټاکنه – اوله برخه

مسلک د انسان پيژندنه ده، داسې يو څه چې تاسې د ژوند يوه اساسي برخه ورکوئ، نن د رسمي اقتصادي په زمانه کې د مسلک ټاکنه يوه حياتي پوښتنه ده، مسلک د انسان پر شخصي ژوند، روغتيا او مالي حالت دريواړو اغيزه کړي، نو ځکه مهمه ده چې د دريواړو اړخونو ورته وکتل شي. بیلابيلې څيړنې وايي چې د کور

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ وږی ۸ · 4 دقیقې
Technology

آنلاين دروغ رښتيا

د يوې بلې څيړنې له مخې، چې د اکسفورډ پوهنتون د اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوټ ترسره کړې وه، او له ۲۰۱۷م کال راهيسې د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د ولسي نظر ټاکلو لپاره انټرنېټ څاري، وايي چې د حکومتونو لخوا د غلطو معلوماتو خپرولو کمپاينونه مخ په ډيريدو دی. دا پروپاګنډ د حکومتونو او

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ زمری ۳۱ · 5 دقیقې
Leadership

شکوڼ او ګيدړ

په ژوند کې دوه ډوله خلک وي، يو هغوی چې د شکوڼ خاصيت لري او ژوند ته يوازې له خپل ليدلوري ګوري، هر څه پر خپل قالب برابروي، او په خپله ساحه کې تخصص لري. دوهم يې هغوی دي چې د ګيدړې خواص لري او د ژوند چارې پر څرګندو دوو برخو نه ويشي، بلکې د خپلو پراخو تجربو او بیلابيلو کسبونو په رڼا ک

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ زمری ۲۳ · 4 دقیقې
Leadership

مشر او ملاتړي

مشران عموماً له ځان څخه يوه مفکوروي او پورته والي نظري دايره راتاووي، هلته د دوی ملاتړي دغه مشر تر هر څه لوړ ښيي، دغه بحث له منځه باسي چې مشر يې هم انسان دی، او هر انسان اشتباهات کوي، نيمګړتياوې لري، خو دوی وايي چې که چيرې موږ دا ومنو چې مشر مو نيمګړتياوې لري نو زموږ هدف او لار ن

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ زمری ۱۶ · 4 دقیقې
Technology

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)

عموماً، د انټرنېټ ځوان کاروونکي د عمر له پلوه پر دريو ډلو ويشل کيږي، د عمر دا درې ډلې د ماشوم د ودی درې مهمو پړاوونو په رڼا کې ټاکل شوي دي، خو مهمه ده چې پوه شو، هر ماشوم ځانګړی شخصيت لري او لدې لارښودونو هدف دا نه دی چې پر ټولو دی يو ډول عملي شي، هر ماشوم ستاسې ځانګړې او شخصي پا

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ زمری ۹ · 9 دقیقې
Leadership

دا اهل يې څوک دی

ټول فکر کړي چې پر اهليت خلکو ته مسؤلیتونه سپاري، خو هر څوک دغه اهليت ته له خپل فکره او نظره ګوري. مشر يا چوکۍ سپارونکي ته اهل هغه څوک دی چې د ده ګټې خوندي کړي، دا ګټې دې ضرور نه وي چې تل مشروع وي، د مشر لپاره تر ټولو اساسي ګټه د ده د مشرۍ او واک دوام دی. د اهليت په دغه تعريف کې پ

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ زمری ۱ · 5 دقیقې
Leadership

د بيزوګانو نکل

اوس کيلې پر ځای پرتې دي، څوک يې نه رااخلي، او تر ټولو مهمه هیڅوک نه پوهيږي چې ولې دا نور د کيلو له راخيستو منع کوي، خو وايي چې موږ ته له پخوانيو دا رواج راپاتې دی چې هر چا د کيلې راخيستو هڅه وکړه، په شريکه به يې منع کوئ او که منع نه شو نو وهئ به يې. اکثره عادتونه او سلوکونه له خل

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ چنگاښ ۲۵ · 5 دقیقې
Leadership

سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟

که غواړو سياله پاتې شو، نو بايد پوه شو چې سيالي په څه کيږي، او څرنګه د سيالۍ دغه وسايل تر لاسه کړم. ضرور نه ده چې د سيالۍ د مهارتونو او پوهې په اړه زه څه فکر کړم، مهمه دا ده چې زما سيالان د هغې په اړه څه فکر کړي، او هغوی له دغو وسايلو د خپلو سياليو لپاره څرنګه ګټه اخلي. وينا کا چ

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ چنگاښ ۱۳ · 4 دقیقې
Leadership

هر څوک دی خپل کار لره پیدا

انسان کبر لري، شيطان استکبار غرق کړ، دغه استکبار زموږ د نفس برخه ده، هغوی چې ژبه يې غوړه وي، هغه د انسان دغه د استکبار حس پړسولو او راسپړلو ډير ښه مهارت لري، اوله او اخيره يې له داسې ټکو ډکه وي چې پر ګمارل کيدونکي شخص ښه لګيږي، او کله چې بيا دغه شخص وګمارل شي، نو ګمارونکي يې ځان

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ چنگاښ ۴ · 4 دقیقې
Leadership

د ښکنځاوو ارزښت

په مفاهمه کې د هر څه ارزښت د هغې د غبرګون او اغيزې په اساس وي، ښکنځل هغه وخت مهمه وي چې مقابل لوری ورته ارزښت ورکړي، د غبرګون سبب شي يا اغيزه ولري. زموږ دود تر ډيره ويناوي شکل لري، موږ د ليک خلک نه يو، نو ځکه دغه خبرې چې پر ژبه ودريږه، ژبه مې کړې ده، نر له ژبې پيژندل کيږي، او داس

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غبرگولی ۲۹ · 4 دقیقې
Technology

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)

لدې سره آنلاين ټکنالوژۍ نجونو او هلکانو دواړو ته د اړيکو نيولو بیشمیره امکانات برابروي، دا آنلاين وسيلې د نوو مهارتونو له زده کړی تر ابتکاره او په نړيواله توګه د ټولنو د بهترئ سبب ګرځيدای شي، لدې ګټو سره آنلاين کيدل دغه ځوانان له خطرونو سره هم مخ کوي چې ممکن ناوړه محتوياتو، وايرس

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غبرگولی ۲۰ · 6 دقیقې
Leadership

د لياقت شخړه

ماهره مسؤلين پوهيږي چې عقل کل نه دي، د بهتره پريکړو لپاره د هر ډول خلکو نظرونو او ملاتړ ته اړتيا لري، او د دوی پريکړې او کړنلارې به راتلونکو څو کلونو لپاره د هېواد او ملت راتلونکی ټاکي. د هېوادونو او ملتونو وده ګام په ګام وي، له يوه نظامه بل ته قوانين او کړنلارې پاتيږي، او د ملت

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غبرگولی ۹ · 6 دقیقې
Leadership

د برياليتوب دوام

ډير مبارزين کوي چې په هغه کړنلارو چې زموږ پخوانۍ مبارزه او چارې بریالۍ شوې، نو همدا کړنلاره به راتلونکي کې هم د هر څه لپاره کار وکړي، خو نوي حالات نوې کړنلارې او فکر غواړي. دلته هدف له مبارزينو څخه هر هغه څوک دي چې د يوه هدف لاسته راوړلو په هڅه کې دي.

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غویی ۳۱ · 5 دقیقې
Technology

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)

لدې سره آنلاين ټکنالوژۍ نجونو او هلکانو دواړو ته د اړيکو نيولو بیشمیره امکانات برابروي، دا آنلاين وسيلې د نوو مهارتونو له زده کړی تر ابتکاره او په نړيواله توګه د ټولنو د بهترئ سبب ګرځيدای شي، لدې ګټو سره آنلاين کيدل دغه ځوانان له خطرونو سره هم مخ کوي چې ممکن ناوړه محتوياتو، وايرس

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غویی ۲۶ · 5 دقیقې
Technology

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

موږ دلته د ماشومانو او ځوانو کاروونکو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ بيا پيلوو، دا ليکنې په اساسي توګه د دې صنعت متخصصينو وړانديزونو، د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولا

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غویی ۱۹ · 3 دقیقې
Leadership

سايبري مينه – اخيري برخه

د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ د خلکو انځورونو انځورول، غږ برابرول او آن ويډيو جوړول هم مخ پر عام کيدو دي، دلته بحث دا نه دی چې مينې لپاره ټکنالوژي کارول څنګه دي، بحث دا دی چې دا يوه تلپاتې وسيله ده، د رسوايې امکان يې تل شته، او استعمالول يې ځانګړو مهارتونو او پوهې ته اړتيا لري. يوه څيړن

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غویی ۱۲ · 4 دقیقې
Leadership

سايبري مينه

بل اړخ ته بيا دوامداره اړيکه ده، که پخوا به د ليک ځواب مياشتو وخت نيوه، يا به مجنون د ليلی له کوڅې تيريدو ته هم خوشحاله وو، نن د ټکنالوژيو له برکته د سهار له اقرارونو د شپې تر ويدو کيدو د مئينانو هر ګام څارل کيدای شي، او دا دوامداره آنلاين او د ټکنالوژيو وسيلو کارول پر تعلقاتو او

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ غویی ۹ · 4 دقیقې
Technology

ټولنيزې شبکې او متنوع فکر

د ټکنالوژيو لومړی فکر د هغې د کشفوونکو فکر وي او ورپسې هغوی وي چې دا ټکنالوژۍ په لومړي ځل خپلوي او دا ترتيب همداسې پر مخ ځي، وروسته يوه حالت ته رسيږي چيرې چې تر ټولو ښه کاروونکي يې تر ټولو څرګنده وي، خو دلته له ښه څخه هدف په اخلاقي لحاظ نه ښه دی، بلکه ښه هغه دي چې وسيله پر خپله ګ

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ وری ۳۰ · 5 دقیقې
Leadership

د ناکامۍ مزل

زموږ فکر د لټون او مزل ته رسيدو پر مهال فرق کړي، هغوی چې د بریاليتوب په لټه کې وي، خپل منزل ته له رسيدو سره بيرته هماغه سلوکونو ته ستنيږي چې دا يې ناکامه کړی وو يا د دې د ناکامۍ د حالت سبب شوي وو، که بيوزله وي خپل لګښتونه کم ساتي خو چې يو دوه روپۍ پيدا کړي بيا يې لګښتونه غير ضرور

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ وری ۱۶ · 6 دقیقې
Leadership

د عامه مشرانو پريکړو اغيزه

د مشر د شتون تر ټولو اساسي لامل پريکړې کول دي، او پدې پريکړو کې د دوی له خوا د پريکړو اغيزو او بيو انډول ساتل هم شامل دي. که چيرې مشر فکر کړي چې د دې پریکړې يوازې د نن لپاره دي نو بايد يو ځل بيا په خپل ګريوان کې وګوري. د هيوادونو نن د پرون له پریکړو او د همدې پریکړو د سبا له اغيز

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۲ وری ۹ · 5 دقیقې
Leadership

د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله

نن سبا اکثريت فکر کړي چې مصروفيت ارزښت دی، په کارځای کې تر ډيره پاتې کيدل د زحمت نښه ده، پر دې وياړي چې تر شپې ناوخته په دفتر کې وم، خو همدوی چې تر ناوخته په کارځای کې وي يا هغوی چې له نورو تمه ساتي چې تر ناوخته پاتې شي، دا نه ويني چې کار ولې پر وخت نه خلاصيږي؟ ارزښت د وخت دی خو

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۱ کب ۱۵ · 6 دقیقې
Leadership

د راتلونکي وده

د نيوټن د خوځښت قانون دی، چې وايي يو توکی تر هغې په خپل حالت کې دی تر څو چې يوه بهرنۍ قوه يې حالت بدل نه کړي، يعنې که يو څه په ولاړ حالت کې وي تر هغې به ولاړ وي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه خوځوي، او يو څه چې په خوځښت کې دي، تر هغې به خوځيږي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه دروي. که په رات

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۱ سلواغه ۳۰ · 4 دقیقې
Leadership

د علومو ويش

Distinction of Knowledge – د علومو ويش د امپراطوريو په عروج او زوال کې يو تر ټولو اساسي او کليدي بحث د هغه امپراطورئ له پوهې سره جوړښت دی، د تاريخ هره امپراطوري چې راواخلی هغه وخت يې سقوط ته لار پرانيستی چې د علم پر ارزښت يې سترګې پټې کړي دي.

Qudratullah Hiwadpal · AP ۱۴۰۱ سلواغه ۱۸ · 4 دقیقې