گوشه مدیر اجرایی

CEO Corner

نوشته‌ها، نمونه‌کارها، خبرنامه

مصنوعي ځيرکتيا به مو ځای ونه نيسي، خو هغوی چې ښه يې کاروي، به پرمختګ وکړيAI

مصنوعي ځيرکتيا به مو ځای ونه نيسي، خو هغوی چې ښه يې کاروي، به پرمختګ وکړي

مصنوعي ځيرکتيا به د خلکو ځای ونه نيسي، او اصل بحث هم دا نه دی بلکه پوښتنه دا ده چې آیا موږ به وکولای شو چې لدغې وسيلې څخه د خپل شخصي، مسلکي او کاروباري ژوند بهترئ لپاره سمه ګټه واخلو. د بشر د تاريخ هرې نوې وسيلې په توګه، مصنوعي ځيرکتيا هم يوه وسيله ده او هغوی چې ښه يې کاروي، به ل

Qudratullah Hiwadpal · ۱۹ ثور ۱۴۰۵ · 5 دقیقه
ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږيBusiness

ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږي

اکثره ادارې پر دې انګيرنه کار کړي چې د ښه کارکوونکي لوړول او ورته ترقي ورکول له هغې ښه مشر جوړوي، له دوی سره دا فکر وي چې په اوسنۍ دنده کې ښه دی، نو د مشرۍ په چارو کې به هم ښه وي. خو، ښه کار او مشري سره يو نه دي، پراخه توپيرونه لري. پرمختګ او موقف کې لوړوالی عموماً د تخنيکي مهارت

Qudratullah Hiwadpal · ۱۵ ثور ۱۴۰۵ · 5 دقیقه
ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړيBusiness

ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړي

له ډيرو کاروباريانو به واورئ چې «بازار خراب دی»، «له خلکو سره پيسې نه شته»، «بازار کې سيالي ډيره ده»، «خلک جعلي او تقلبي شيان پلوري»، خو له دې اخوا اصل پوښتنه دا ده، چې که چيرې «بازار خراب وي، نو بيا ولې ځينې کاروبارونه له نورو وړاندې دي، او وده کړي؟». بيروني عوامل، اقتصاد، سيالي

Qudratullah Hiwadpal · ۱۲ ثور ۱۴۰۵ · 5 دقیقه
له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي دهEducation

له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده

زده کړه پرمختګ ګڼل کيږي، د تحصيلي سند تر لاسه کول وده ښکاري، په ساعتونو د درسي موادو ليدل د وخت ښه استعمال احساس ورکوي، خو دا هر څه د بدلون سبب نه ګرځي. اصل پوښتنه د زده کړې نه ده، بلکه دا ده چې، له دومره معلوماتو او پوهې سره مو ژوند له کوم اړخه ښه شوی دی، په فکر، عمل او پريکړو ک

Qudratullah Hiwadpal · ۸ ثور ۱۴۰۵ · 5 دقیقه
د پریکړې توانTechnology

د پریکړې توان

پريکړه اساساً ټاکل دي، يعنې د څو ټاکنو تر منځ د يوه خوښول او پرې عمل کول دي. د متضادو او مختلفو تر منځ‌د يوه ټاکنه ممکن آسانه وي، خو د ورته او ښو تر منځ د يوه ښه يا د بدو تر منځ‌د يوه بد ټاکل ستونزمن وي. په نن زمانه کې چيرې چې موږ ډيرو زیاتو معلوماتو او ارزونو ته لاسرسی لرو، د پر

Qudratullah Hiwadpal · ۵ ثور ۱۴۰۵ · 4 دقیقه
مهارتونه پر کومه روان ديTechnology

مهارتونه پر کومه روان دي

بشر تل د خپلې زمانې له اړتياوو سره سم د ژوند آسانتيا لپاره ابتکارات کړي دي، چې پدې کې د ټکنالوژيو اختراعات هم شامل دي. هر ډول ماشين د کار د آسانتيا لپاره جوړيږي، که هغه د تيږې خوځولو لپاره اړم وي يا د عملياتو روبوټونه، ټول اړونده کار آسانوي. يعنې بشر له ډيرې زمانې راهيسې له ماشين

Qudratullah Hiwadpal · ۲۹ حمل ۱۴۰۵ · 5 دقیقه
Education

د کمښت اصل

نن هر يو د ډيرولو په لټه کې دی، داسې يو حالت چې هره ورځ له خلکو اورئ نور کتابونه ولولئ، نوي مهارتونه زده کړئ، نوې او ډيرې وسيلې وکاروئ، له نورو ډير کار وکړئ، او پر همدې مزل پر ژوند نور او نور ورډير کړئ، نوي موقفونه، نومونه، القابونه او همداسې نور. خو، ممکن د ډيرولو په دې منډه کې

Qudratullah Hiwadpal · ۲۵ حمل ۱۴۰۵ · 6 دقیقه
مصنوعي ځيرکتيا فکري اغېزېAI

مصنوعي ځيرکتيا فکري اغېزې

نن سبا موږ ټول معلوماتي ټکنالوژي کاروو. موبایل، فېسبوک، ټويټر، ټیک ټاک، یوټیوب او نورې شبکې زموږ د ورځني ژوند برخه ده. هر چيرې هر چا سره موبايل وي، له دومره استعمال سره یوه مهمه پوښتنه دا ده، چې: د محتوا دومره مصرف زموږ پر فکر څه اغيزه لري؟ موږ ټکنالوژي کنټرولوو، که ټکنالوژي زموږ

Qudratullah Hiwadpal · ۲۲ حمل ۱۴۰۵ · 6 دقیقه
ظرفیت جوړونهEducation

ظرفیت جوړونه

مخکې لدې چې يوه هدف ته ورسيږئ، د هغه ظرفيت به په ځان کې پيدا کوئ. مخکې لدې چې تاسې اوبه راواخلئ د اوبو ساتلو او نيولو لوښی يا ظرف به لرئ. مخکې لدې چې علم حاصل کړئ د علم ظرفيت یا لوښی به له ځانه جوړوئ، مخکې لدې چې سترو خلکو سره کينئ، دا ظرفیت به په ځان کې پيدا کوئ چې هغه مجالسو ته

Qudratullah Hiwadpal · ۱۸ حمل ۱۴۰۵ · 3 دقیقه
مشري: د بېوزله اختیارEducation

مشري: د بېوزله اختیار

مشري: د بېوزله اختیار هدف له بيوزلۍ څخه یوازې مالی کمزورتيا نه ده، بلکه هر کله چې يو څوک ونه شي کړای هغه څه چې دا يې غواړي وکړي، اما د هغې لپاره وسايل ونه لري، نو په هغه ساحه کې بيوزله دی. دا له مالي امکاناتو نيولې، تر وخته او اړيکو هر څه رانغاړي. د ټولنو او هېوادونو د پرمختګ له

Qudratullah Hiwadpal · ۱۵ حمل ۱۴۰۵ · 4 دقیقه
د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه دهEducation

د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده

د بشر په تاريخ کې پوهه په دوامداره توګه ډيره شوې ده. خو، په دې وروستيو څو لسيزو کې د پوهې ډيريدا دغه مزل ګړندی شوی دی، چې د مسلک پوهان يې د پوهې غبرګيدل بولي، يعنې مخ په ګړندي کيدونکي ډول د بشر مجموعي پوهه ورځ تر بلې غبرګيږي. او لدې سره پر هغه څه چې نن پوهيږئ نو هغه هم په ګړنديوا

Qudratullah Hiwadpal · ۱۱ حمل ۱۴۰۵ · 4 دقیقه
ننګونې چې د زده کړې او تدبر مخه نيسيEducation

ننګونې چې د زده کړې او تدبر مخه نيسي

د نن په ګړندۍ نړۍ کې خلک فکر کړي چې زده کړه له ډير کار او تجربې راځي، خو څيړنې ښيي چې زده کړه يوازې له تجربې نه راځي، بلکه پر هغه تجربه فکر او تدبر هم غواړي. د ژورې زده کړې لپاره فکر او تدبر دواړه مهم دي، خو اکثره ادارې او اشخاص بيا دا وسيله سمه نه کاروي. دلته يې پر هغه ننګونو غږ

Qudratullah Hiwadpal · ۸ حمل ۱۴۰۵ · 3 دقیقه
پر ځان واکمنBusiness

پر ځان واکمن

ځان لپاره د بهترين تعريف آسانه وي، هر څوک پوهيږي چې د ده لپاره به غوره ژوند څه وي، کوم مسلک به ورته ښه وي، له وخت او وسايلو څخه بهتره ګټه اخيستنه به څه رنګ وي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا شخص پر ځان دومره واک لري، چې همدغې بهترين په لور ودرومي. ډير به پوهيږي چې په ټاکلي وخت کې با

Qudratullah Hiwadpal · ۵ حمل ۱۴۰۵ · 4 دقیقه
کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کېBusiness

کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې

کاميابئ ته له ناکاميو مختلف څه په سترګه کتل کيږي، چې يا به بريالي ياست يا به ناکام ياست، دواړه سره متضاد اړخونه دي، خو په اصل کې دواړه د يوه مزل ملګري دي، له ناکاميو پرته کاميابي نه شته، او له برياليتوب پرته ناکامي نه وي. آی بي ایم په نړۍ کې د کمپيوټري او ټکنالوژئ وسايلو جوړولو ي

Qudratullah Hiwadpal · ۲ حمل ۱۴۰۵ · 3 دقیقه
مشري: پرمختګ او نااهليEducation

مشري: پرمختګ او نااهلي

مشري: پرمختګ او نااهلي کله چې پرمختګ د نااهلئ سبب وګرځي. په نننيو ادارو کې هغه عامه، شخصي، انتفاعي او يا غير انتفاعي يا آن تعليمي ادارې وي، پرمختګ او موقف ته رسيدل عموماً د اهليت يوه نښه بلل کيږي. داسې ګڼل کيږي هغوی چې په اوسنئ دنده کې ښه فعاليت او لاسته راوړنې وښيي نو له پراخه ا

Qudratullah Hiwadpal · ۲۶ حوت ۱۴۰۴ · 5 دقیقه
ټکنالوژي او عقيدهEducation

ټکنالوژي او عقيده

د ۲۰۲۵م کال په پيل کې کله چې په امريکا کې نوي ولسمشر لوړه کوله، نو له هغې څو ورځې وړاندې د ټيک ټوک پر ملکيت جنجال روان وو، امريکايانو ويل څرنګه چې دا يوه چينايي ټولنيزه شبکه ده، خوندي نه ده، زموږ د خلکو احوال چين ته استوي، نو ځکه بايد بنده شي، محکمې امر کړی وو او بنديدلو پرته يې

Qudratullah Hiwadpal · ۲۳ حوت ۱۴۰۴ · 4 دقیقه
مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکیEducation

مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی

په تاريخي توګه مشري عموماً له فزیکي شتون، اداري جوړښت يا د قدرت له رسمي سرچينو سره تړلې وه. مشرانو عموماً ټاکلې وسايل، ادارې، دفترونه او د مراتبو لړئ درلوده. خو، نن د ټکنالوژيو له برکته د مشرۍ دغه رواجي جوړښت مخ په بدليدو دی. نن پوهه او معلومات پر سرعت خپريږي، مفکورې په ثانيو کې

Qudratullah Hiwadpal · ۱۹ حوت ۱۴۰۴ · 6 دقیقه
ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښېEducation

ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې

پخوا ځيرکتيا او هوښيارتيا په ازموينو کې پر لوړو نومرو، تعليمي سندونو، کتابونو او پوهې معلوميده، خو نوې څيړنې ښيي چې ځيرکتيا د معلوماتو له زده کولو او کتابي ستونزو له حلولو اخوا ډير پراخه نور اړخونه هم لري. نوې څيړنې چې د برياليو ځيرکتياوو او هوښيارتياوو تر عنوان لاندې ترسره کيږي،

Qudratullah Hiwadpal · ۱۶ حوت ۱۴۰۴ · 4 دقیقه
مشري: د اختلاف جرأتEducation

مشري: د اختلاف جرأت

د ذکاوت یو تعریف دا هم دی چی انسان دی دوه مختلفې نظریی واوري، دواړه دی ومني خو بیا دی هم خپل ژوند ته دوام ورکړي، دومره پر ځان حاکم وي چې له هر ډول اختلاف سره بيا هم خپل نظر ته رجوع وکړي، او که چيرې ښه خبره واوري نو نظر بدل کړي. اکثره خلک د نظر له اختلاف څخه پدی ویریږي چی له ما به

Qudratullah Hiwadpal · ۱۳ حوت ۱۴۰۴ · 2 دقیقه
زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکلAI

زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل

نړۍ د زده کړې د پوهې او سواد لپاره له فکره اوس زده کړه یا تعلیم د ظرفیت په لور روانه ده، يعنې که پخوا به خلکو زده کړه د سواد او پوهې لپاره کوله، نن چې د نړۍ غوڅ اکثريت ولس باسواده دی، يا په ډيرو باسواده هېوادونو کې د سواد ستونزه حل ده، نو بحث له تعليم څخه د ګټې اخيستنې دی. د پخوا

Qudratullah Hiwadpal · ۱۱ حوت ۱۴۰۴ · 6 دقیقه
د پرون پر پوهه او تجربه د سبا پریکړهEducation

د پرون پر پوهه او تجربه د سبا پریکړه

موږ ته خپله پوهه او تجربه ښه ښکاري، پرې باور لرو، ځکه چې پخوا يې نتیجه ورکړې ده، تر ننه يې رارسولي يو، خو د پرون پوهه د پرون د شرایطو لپاره وه، د نن واقعيتونو لپاره نه وه، نن د نن او سبا د سبا پوهه غواړي. دغه پوهه او تجربه د ژوند تر اوسني پړاو نتيجه ده، تر ننه مو زده کړه او تجربه

Qudratullah Hiwadpal · ۵ حوت ۱۴۰۴ · 4 دقیقه
د خوښۍ بيهBusiness

د خوښۍ بيه

په ټولګي کې ناست وي د زده کړې پر ځای پر ټليفون مصروفه وي، دغه مصروفیت ده ته د زده کړې پر بيې تماميږي. اوس يو څوک داسې دنده کې دخيل دی چې د ده نه خوښيږي، خو بیا هم ورځي، دا ورتګ او هره ورځ ځان له دغه عذابه تيرول دا يې د خوښئ او قناعت پر بيه دي. هر هغه کار چې زړه مو نه غواړي، خو د

Qudratullah Hiwadpal · ۲ حوت ۱۴۰۴ · 4 دقیقه
کاروبار: سیاليBusiness

کاروبار: سیالي

که چيرې په داسې کاروبار کې ياست چې سيالان لرئ نو دا په دې معنا چې ستاسې محصول یا خدمت بازار لري. دوکانداران يا نانوايي راواخلئ هر کوڅه کې شته او د هر یو کاروبار روان دی، د کاروباري سيالانو لرل د محصول او خدمت د مشتريانو په معنا وي، هیڅوک داسې څه هيڅکله نه خرڅوي چې څوک يې نه اخلي،

Qudratullah Hiwadpal · ۲۸ دلو ۱۴۰۴ · 4 دقیقه
مينه، ټکنالوژي او بدليدونکي سلوکونهAI

مينه، ټکنالوژي او بدليدونکي سلوکونه

يونانیان کيسه کړي چې پخوا د پيګميلین په نامه کوم بنده وو، ډير تکړه مجسمه ساز وو، له ډير زحمت سره يې يوه ډيره ښکلې مجسمه جوړه کړه، هر څومره يې چې پرې کار کاوه، خپله مجسمه يې خوښيده، ورو ورو پرې ميين شو، څرنګه چې په خپله مينه کې ريښتونی وو، مجسمه راژوندئ شوه، او له هغې وروسته دواړو

Qudratullah Hiwadpal · ۲۵ دلو ۱۴۰۴ · 5 دقیقه