ويره، مسؤلیت او ملکيت
يوه ورځ يوه ښکلي کلي ته ورسیده، چې د غرونو په څنډه کې پروت وو، شاو خوا يې شنه وه او تازه هوا يې درلوده چې هر نفس پکې تازه کیده. په دې ښکلي ځای کې دې فکر کاوه چې هر څوک به څومره خوښ وي، خو کله چې خلکو ته يې پام شو نو ټول خپه وو. دا خلک به زوړند، مړژواندي روان وو چې پښې يې ځان پسې






















