ركن الرئيس التنفيذي

CEO Corner

مقالات، دراسات حالة، نشرة بريدية

د کډوالۍ بل اړخ
Leadership

د کډوالۍ بل اړخ

فکر وکړئ يو څوک په جرمني کې له خپل اولاد سره غږيږي، دا ورته په پښتو کې يو څه وايي اولاد يې په جرمني کې ځواب ورکوي. دوی د يو بل په ژبه پوهيږي، خو نړۍ ته له بېلابېلو زاویو ګوري. پلار د افغانستان د تېر ژوند خاطرې لري، خو اولادونه يې د جرمني له ژوند، ملګرو او چاپېريال سره لوی شوي دي،

Qudratullah Hiwadpal · 27 أكتوبر 2026 · قراءة 7 دقائقاقرأ المقال
ښارونه مو ستريږي، خو آیا ژوند مو هم ورسره بدليږي؟Leadership

ښارونه مو ستريږي، خو آیا ژوند مو هم ورسره بدليږي؟

فکر وکړئ يو څوک کابل لس کاله وروسته راستنيږي، هغه نوې ودانۍ ويني، پراخه چم ګاونډ، بازارونه، پاخه سرکونه، او بې خرته ډيرې موټرې. ښار بدل شوی دی، خو له هغې سره نورې پوښتنې دي: – آیا ماشومان په آرامه او خوندي توګه بهر لوبيدای شي؟ – آیا سپين سري/ سپين ږيري، ميرمنې او ماشو

Qudratullah Hiwadpal · 24 أكتوبر 2026 · 5 د
ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنېLeadership

ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې

ګالوپ په نړۍ کې د څيړنو يو مخکښه اداره ده، اکثره وختونه يې په خبرونو کې وينئ چې د بیلابيلو هېوادونو او هغوی مشرانو په اړه له خلکو پوښتي، او د څيړنې موندنې نشروي. د همدې څيړنو په رڼا کې د هغوی څيړونکو د ښه مدير پيژندلو لپاره له اتيا زرو ډيرو مديرانو سره چې په څلور سوه بیلابيلو شرک

Qudratullah Hiwadpal · 11 نوفمبر 2025 · 5 د
د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارېLeadership

د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې

د ۷ ایس موډل يو له هغو کاري چوکاټونو (فريم ورک) څخه دی چې مشران سيسټماټيک فکر ته هڅوي، مشران په يوه سيسټم کې کار کوي، او کار يې د همدې سيسټم له بیلابيلو اړخونو اغيزمن وي. له ایس څخه هدف هغه سيسټمونه دي چې په اداره کې حياتي ونډه لري، او د انګليسي پر ایس حرف پيليږي، پدې کې Structur

Qudratullah Hiwadpal · 29 سبتمبر 2025 · 5 د
د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنهLeadership

د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه

دې شراکت کې بيوزله هېوادونو ته د پورونو ورکړې په شمول د خيريه بنسټونو له لارې د مرستو ورکړه دواړه راغلل. داسې شواهد هم شته چې ځينې غربي حکومتونو له مالداره خلکو د هغوی اضافي پیسې چې په بانکونو کې پرتې وی، پور کړي او بيوزله هېوادونو ته يې په لوړ سود يا نورو شرایطو پر پور ورکړي دي.

Qudratullah Hiwadpal · 17 سبتمبر 2025 · 5 د
د ستونزې بيان او معلوماتLeadership

د ستونزې بيان او معلومات

موږ ټول له ستونزو سره مخ کيږو، چې د ژوند له ساده چارو ښايی تر پيچيليو مسلکي او شخصي ستونزې کيدای شي، او کله چې له دې ستونزو سره مخ شو نو بيا راڅخه لاره ورکه وي او معلومات راټولوو تر څو پوه شو چې څه وکړو. خو بیلابيلې څيړنې ښيي چې د ډيرو معلوماتو لرل ضرور نه ده د ستونزې د ښه حل سبب

Qudratullah Hiwadpal · 24 أغسطس 2025 · 6 د
د ستونزې تصورLeadership

د ستونزې تصور

هر څوک نړۍ ته له خپل نظره ګوري، کله چې خبره د ستونزې شي، که شخصي وي، ټولنيزه يا مسلکي، دغه کتنه بيا دا ټاکي چې آیا موضوع ستونزه ګڼي يا نه، او که ستونزه وي نو څرنګه به يې حلوي. دوه نفره به له يو ډول حالت سره مخ شي، خو دواړه به یې مختلف وارزوي، يو به یې ستونزه وګڼي، بل به يې هیڅ بو

Qudratullah Hiwadpal · 29 يونيو 2025 · 5 د
د مشرۍ تسلسلLeadership

د مشرۍ تسلسل

ښه مشر ځان پسې راتلونکی مشر روزي. د مشرۍ په روزنه کې موږ يوه وينا لرو، چې که چيرې بديل ونه لری، نو د پرمختګ وړ نه يې. هغه څوک چې پرمختګ کړي يا د پرمختګ هيله من وي، هغه بايد خپلې اوسنۍ دندې لپاره بديل ولري، داسې څوک چې د ده ځای ونيسي، او دا وړاندې تګ ته وزګار کړي.

Qudratullah Hiwadpal · 23 يونيو 2025 · 4 د
څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئLeadership

څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ

هر څوک د معلوماتو ويشلو يو نه يوې وسيلې ته لاسرسی لري، که دغه د پخوانۍ زمانې ټولنيز ځايونه جومات یا هجره وي، يا د هغوی په پرتله نسبتاً نوې وسيلې کتابونه، اخبارونه، راډيو يا ټلويزون وي، او يا د نن زمانې ځيرکه ټلیفونونه او انټرنيټ وي، موږ ټول يو نه يو ډول خپل معلومات تر لاسه کوو. ا

Qudratullah Hiwadpal · 21 أبريل 2025 · 4 د
سپين فيلLeadership

سپين فيل

داسې مثالونه هم شته چې د باچا به چا ته په قهر وو نو سپين فيل به يې په ډالۍ کې ورکړ. دا به يې له کاره روزګاره وويسته، ښه خوراک، خدمت او نور به يې ورته کاوه، ورسره به یې د خلکو د غبرګون له ويرې بې ځايه هم نشو پريښودلای. د نن په زمانه کې موږ د مديريت او مشرۍ په بحثونو کې سپين فيل هغ

Qudratullah Hiwadpal · 14 أبريل 2025 · 3 د
د مشرۍ نشه او حرص – ۴Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۴

د مشرۍ يوه برخه شهرت او نامداري ده، ښايي ځينې مشران مشهور نه وي. خو، څرنګه چې هر څوک له مشرۍ سره يو څه شوق لري، نو ځکه غواړي چې پوه شي د مقابلې ډلې، کورنۍ، ادارې يا نورو مشر څوک دی، او د نن د ټولنيزو شبکو په دې زمانه کې خو ځينې لپاره همدا شهرت د مشرۍ وسيله وي يا مشري همدې شهرت لپ

Qudratullah Hiwadpal · 6 أبريل 2025 · 5 د
د مشرۍ نشه او حرص – ۳Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۳

کبر د انسان د تباهۍ سبب ګرځي، او دغه کبر يا لويي په انسان کې يو ځلي نه راځي، بلکه د وخت له تيريدو او د شاوخوا خلکو د غوړه مالۍ له کبله انسان فکر کړي چې د دغې مشرۍ د منصب له کبله زه له ټولو غوره او لوړ يم، چې د دغې دعوې تر ټولو ښه بيلګه فرعون وو. فرعون د مصر خلکو ته ويل چې له ما پ

Qudratullah Hiwadpal · 25 مارس 2025 · 7 د
د مشرۍ نشه او حرص – ۲Leadership

د مشرۍ نشه او حرص – ۲

د مشرۍ حرص دا عمومي ډولونه دي: ۱) د فرعونيت دعوه، ۲) په عمل او وينا کې دوه مخي، ۳) که مشري رانکړي، ښه کار نه کړم، ۴) نورو کې نيمګړتياوې لټول او ورپسې بد ويل، ۵) له ځان څخه د اهلو خلکو نه پيژندل، ۶) که له موقفه ليرې شي، نو پښيمانه او خپه وي، ۷) تکبر او بدسلوکي، ۸) که مشري پخپله وغ

Qudratullah Hiwadpal · 18 مارس 2025 · 4 د
ټکنالوژي او بشري سلوکLeadership

ټکنالوژي او بشري سلوک

دغه د ټولنيزو اړيکو سرعت او پراخوالی لدې اړخه ښه دی، چې ژر ژر د يو بل له احواله خبريږو، خو په وړاندې يې نقص دا دی چې مخامخ لیدل يې کم کړي دي، چې له کبله يې ټولنيزې اړيکې ضعيفه کيږي، د پراخه يوازيوالي سبب ګرځي، او څيړنې وايي چې د بشر د خپګان او روحي نارامتيا يو اساسي لامل ضعيفه ټو

Qudratullah Hiwadpal · 9 فبراير 2025 · 4 د
د ژوند که د بدلون تکليفLeadership

د ژوند که د بدلون تکليف

انسان د خپلو حالاتو د بدلولو توان لري، رب تعالی هغه پر حرکت مامور کړی دی، د وسايلو پر لټولو يې مامور کړی، يوازې دومره ده چې دغه شخص دغه حالاتو بدلولو لپاره د بيې پريکولو توان لري که نه، دغه ښايي د عادتونو بدلول وي، زده کړه وي، له نورو د مرستې غوښتنه وي، هر څوک چې په نړۍ که تاسې ب

Qudratullah Hiwadpal · 21 يناير 2025 · 3 د
د انتقال وسيلېLeadership

د انتقال وسيلې

دې پسې د انتقال وسيلې په توګه د ځناورو اهلي کولو وخت وو، څوک پر خره سپاره شو، څوک پر فيل او څوک پر سنډا او غوايي، د انتقال لدې وسيلې سره يو خو د بشر د تګ راتګ ساحه پراخه شوه، ورسره له نورو له احواله هم خبر شو، پخوا د ځان په شان خلکو سره مخ کيده، خو د ځناورو له اهلي کولو سره يې نو

Qudratullah Hiwadpal · 12 يناير 2025 · 3 د
د کال ارزونهLeadership

د کال ارزونه

دلته د ليکنې هدف د کال ارزونه پر اهدافو نه ده، او نه يې له هغې اړخه څيړو، يوازې ځينې سلوکي او فکري اړخونه او پوښتنې راسپړو. پر دې غږيږو چې د ويرې له کبله مو څه ونه کړل، څه مو زده کړل، چيرې مو ځان وازمويه، څرنګه مو خپلو لومړيتوبونو ته ځان لنډ کړ، څه سيسټمونه مو رامنځ ته کړل،

Qudratullah Hiwadpal · 25 ديسمبر 2024 · 6 د
سم کار که د کار سموالیLeadership

سم کار که د کار سموالی

د مشر او ټيټ پوړو تر منځ د کار په اړه دا يوه دوامداره بحث دی. په اکثره ادارو کې مشران وينئ چې د ټيټ پوړو په چارو کې دخيل وي، د کار د اجرا په طريقه ورسره نښتی وي، خو دې ته يې پام نه وي چې د کار پر سموالي له بحث زيات دوی لپاره د سم کار سر ته رسول مهم دي. مشران د سم کار ټاکلو مسؤل د

Qudratullah Hiwadpal · 30 نوفمبر 2024 · 4 د
د معلوماتو واکداريLeadership

د معلوماتو واکداري

د معلوماتو په بحث کې مهم رښتيا نه دي، ځکه د هر چا رښتيا له بل سره فرق کړي، مهم دا دي چې څوک يې وايي او څوک يې رښتيا ګڼي. نن د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې بيا د دې معلوماتو په مرسته رښتياوو ته رسيدل نور هم مهم شوي دي ځکه همدا وسيلې پر پخوانيو معلوماتو ارزونه او تاسې ته وړانديزونه د

Qudratullah Hiwadpal · 24 نوفمبر 2024 · 5 د
مشري او ابتکارLeadership

مشري او ابتکار

د بشر په تاريخ کې له هرې نوې مفکورې او چارې سره مخالفت شوی دی. که دغه مخالفت د بريښنا له راتګ سره وو او که د الوتنو يا د درملو کارولو سره، له ټولو سره په دې نامه اختلاف شوی دی چې دا زموږ د پخوانيو فکرونو او شته رواجونو سره مخالف دي او ټولنه تباهۍ ته بيايي. خو، وخت بدليږي، نن چې څ

Qudratullah Hiwadpal · 2 نوفمبر 2024 · 4 د
ساعت تيره پوههLeadership

ساعت تيره پوهه

له مطالعې وروسته په ذهن کې د معلوماتو پاتې کيدو څيړنې وايي، هر څومره چې د مطالعې وسيله مړه وي، همدومره پکې له مطالعې وروسته ډير معلومات د شخص په ذهن کې پاتې کيږي، يعنې هر څومره چې وسيله د کتاب يا اخبار په څير له خپل اساسي کار اخوا نور څه ونه لري، همدومره د مطالعې لپاره ګټوره وي.

Qudratullah Hiwadpal · 19 أكتوبر 2024 · 5 د
د رښتياوو زغملو کچهLeadership

د رښتياوو زغملو کچه

لومړی، پخپله په داخلي توګه د دې شخص د رښتياوو ليدلو توان ژوبل شوی وي، يعنې د پخوانيو لاسته راوړنو، بریاوو او پرمختګونو په رڼا کې له ځان سره فکر کړي، چې تر اوسه مې هر څه پخپله کړي، او پکې بریالی وم. هغه وخت مې هم نړۍ مخالفت کاوه خو زه پرې بریالی شوم، نو ولې بل ته غوږ ونيسم. اوس که

Qudratullah Hiwadpal · 15 يوليو 2024 · 4 د
ډله ييز فکرLeadership

ډله ييز فکر

د فکر اساس د ژوند اسانول دي، او د همدې اسانتيا لپاره بيا د عادتونو خپلول دي. د آسانتيا اصل له بې ځايه نقد او مخالفتونو څخه د ځان ساتل دي، يعنې هڅه کيږي چې داسې چارې يا عادتونه خپل نه شي چې د ټولنې يا هغې ډلې له مخالفت سره مخ شي، نو ځکه عموماً په ډلو، ادارو او ټولنو کې هغه فکرونه

Qudratullah Hiwadpal · 8 أبريل 2024 · 5 د
مشري او د کار ويشLeadership

مشري او د کار ويش

د مشر لخوا هر څه ته اوږه ورکول يا په هر څه کې وڼده اخيستل د اعتبار له کمښته راپيدا کيږي. دغه بې اعتباري ښايي په خپله ډله کې د مهارت يا پوهې کمښت له کبله وي يا مشر به فکر کړي چې زما په خلکو کې د ښې پريکړې کولو توان نشته يا د هغوی پر پريکړو به ډيره ملا نه تړي، خو اساس يې بيا هم بې

Qudratullah Hiwadpal · 27 يناير 2024 · 5 د