Businessپوهې ته لاسرسی آسانه شوې، خو آیا ارزښت يې هم لوړ شوی؟
د بشر د تاريخ پراخه برخه کې د پوهې لاسته راوړلو زحمت غوښت. کتابونه ګران وو، کتابتونونه په نشت حساب وو، او پوهانو او ښوونکو او تعليمي ادارو ته رسيدنه محدوده وه. نن يو څوک د انټرنېټ له يوې ساده اړيکې سره کولای شي د نړۍ ممتازو پوهنتونونو او مدارسو درسونه واوري، ډيجيټال کتابتونونو ته























