ركن الرئيس التنفيذي

CEO Corner

مقالات، دراسات حالة، نشرة بريدية

يوازې پر ښه نيت نه دهBusiness

يوازې پر ښه نيت نه ده

ښه نيت د هر نیک عمل د شروع بنسټ او اساس دی، خو لدې سره مهم بحث دا هم دی چې په تاريخي لحاظ هغه ټولنې، کاروبارونه، ادارې او افراد بريالي وو چې له نيکو ارادو سره يې اړوند پوهه، ظرفیت، نظم، عمل او دوامداره زده کړه هم لرله. يعنې نړۍ پر نتايجو چليږي، نه پر ښه نيت. د اصل لامل له پيژندلو

Qudratullah Hiwadpal · 11 يوليو 2026 · 6 د
ولې هره ستونزه پر حل نه ارزيBusiness

ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي

موږ د ستونزې حلوونکي نازوو، خو ستونزو پيژندونکو پر ارزښت سترګې پټوو. ټولنې هغوی نازوي چې ستونزه حلوي، د کاروبارونو په پيل کې دا مشوره ډيره اوريدل کيږي چې د ټولنې يوه ستونزه وپيژنئ او هغه حل کړئ، خو دا ورته څوک نه وايي چې ستونزه به څرنګه پيژنم. ښوونځي هغه زده کوونکي نازوي چې هره پ

Qudratullah Hiwadpal · 7 يوليو 2026 · 8 د
ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړيBusiness

ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي

هره اداره/ کاروبار/ شرکت پلانونه لري. هېوادونه ملي تګلارې او ستراتيژئ لري. شرکتونه او کاروبارونه تجارتي پلانونه، این جي او يا غير انتفاعي موسسې د پروژې پلانونه لري. زده کوونکي هم د ځان لپاره د زده کړې پلانونه لري. آن افراد د هر کال په پيل کې ځان لپاره د کال اهداف او پلانونه لري.

Qudratullah Hiwadpal · 4 يوليو 2026 · 5 د
نن ولې پوهه ژر زړيږي؟Business

نن ولې پوهه ژر زړيږي؟

په يوه زمانه کې د پوهنتون سند ټول عمر لپاره کفايت کاوه، په يوه مسلک کې خلکو ټول ژوند تيراوه، خو نن د پوهې عمر لنډ دی، بریالي هغوی دي چې يوازې پر خپل سند یا تجربه ملا ونه تړي، بلکه دوامداره پوهې او تجربې ته د ژوند يو نه ختميدونکي اړخ په توګه وګوري. د نن په بدلیدونکې نړۍ کې ډير خلک

Qudratullah Hiwadpal · 27 يونيو 2026 · 3 د
ښه خلک، کمزوری سيسټمBusiness

ښه خلک، کمزوری سيسټم

په يوه مسلکي چاپيریال کې اکثره ناکامۍ او نيمګړتياوې د خرابو خلکو له کبله نه وي، بلکې د داسې سيسټم له کبله وي چې سم کار پکې ستونزمن خو د غلط او نيمګړي کار سر ته رسول يې آسانه کړي وي. د خلکو پړسيدلې ارزښت او د سيسټمونو کم ارزښته ګڼل موږ د خلکو شخصيت او مهارتونه له ضرورته ډير مهم بو

Qudratullah Hiwadpal · 23 يونيو 2026 · 4 د
د ژوند څلور تضادهBusiness

د ژوند څلور تضاده

د ژوند مهم درسونه په خپل ذات کې تضادونه لري، هر څومره چې د يو چا تجربه ډيريږي، همدومره يې پر دې سر خلاصيږي چې ضرور نه ده هر څه دې ستاسې په طبعه برابر وي، ژوند خپل مزل په خپل خوښه کړي. بشر فکر کوي چې هر څه باید يو دليل ولري، ژوند بايد د يو علت او معلول په رڼا کې پر مخ ولاړ شي. همد

Qudratullah Hiwadpal · 20 يونيو 2026 · 6 د
غښتلتياوې به مو ممتاز کړيBusiness

غښتلتياوې به مو ممتاز کړي

هغوی چې د يوه مسلک څوکې ته رسيدلي وي، عموماً هغوی وي چې خپلې غښتلتياوې يې نورې هم پياوړې کړې او ځلولي وي. هغوی چې په هر څه کې اوسط وي، هیڅکله په يو څه کې تر ټولو نه وړاندې کيږي. هر څوک نيمګړتياوې لري، او پر هغې سترګې نه پټيږي، خو دا بايد داسې څه نه وي چې ټول پام مو هغې لور ته وي،

Qudratullah Hiwadpal · 17 يونيو 2026 · 6 د
باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځيBusiness

باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي

باور رامنځ ته کول عمرونه اخلي، په کراره رامنځ ته کيږي، خو ممکن ډير ژر له لاسه وځي. يو څوک چې تاسې پرې تل باور درلود، له زمانو څخه درته اعتباري وو، ممکن له يوه کوچني عمل سره دغه باور له لاسه ورکړي. باور له اشخاصو تر کاروبارونو او ادارو ټولو لپاره مهم دی. متقابل اعتماد او باور نه د

Qudratullah Hiwadpal · 9 يونيو 2026 · 4 د
څه چې شميرئ، هغه مو عمل ټاکيBusiness

څه چې شميرئ، هغه مو عمل ټاکي

په پیل کې يوازې شميرې وي، يو معلومات وي، خو وروسته وروسته خلک بيا همدې شميرو په لور کار کړي، د خپل عمل بندي وي، څه چې شميرو هغه واقعيت نه وي، خو له وخت سره زموږ پر واقعيت بدليږي. شمېر ته پام کيږي خلک په طبعي توګه هغه څه ته متوجه کيږي چې څرګنده او د شميرلو وړ وي. مثلاً که چيرې مسؤ

Qudratullah Hiwadpal · 3 يونيو 2026 · 5 د
څه چې نازول کيږي، تکراريږيBusiness

څه چې نازول کيږي، تکراريږي

له ډيرو به واورئ چې ريښتينولی ښه ده، زده کړه مهمه ده، کيفيت ګټور دی، مشوره وکړئ، ګډ کار برياليتوب دی، له دوه مخئ ځان وساتئ او نور، خو کله چې د همدې خلکو سلوکونو ته وګورئ، نو بيا يو تضاد وينئ. خلکو ته دا مهمه نه ده چې يو څوک دې څه وايي، مهمه دا ده چې څه کړي. عمل له وينا ډير مهم دی

Qudratullah Hiwadpal · 31 مايو 2026 · 4 د
مصروف خو بې ګټېBusiness

مصروف خو بې ګټې

د نن زمانې کاري دود فعاليت هڅوي، د ګړندي ځواب غواړي، له هر چا هر څه غواړي او دا تمه وي چې تل بايد د لاسرسئ وړ او حاضر وی. لکه پيغام يا بريښناليک راغی، نو دې ته به نه ګوری چې څه وخت دی، چيرې ياست، بايد سمدلاسه يې ځواب کړئ، تمه دا وي چې يوازې دوه دقيقې وخت نيسي، د يو پيغام ځوابول ب

Qudratullah Hiwadpal · 23 مايو 2026 · 5 د
پخوانی فکر، نوې ننګونېBusiness

پخوانی فکر، نوې ننګونې

ستونزه په پخواني کې نه ده، او نه پرون بې ارزښته دی، هماغه پرون موږ نن ته رارسولي يو، څه چې پرون بریالي کړي ياست، هغې درته يو بنسټ برابر کړی دی، خو پر دغه بنسټ بايد وده وشي. فکر بايد په دوامداره توګه پرمختګ وکړي، مفکورې بايد نوې شي، هغه څه چې کار نه کړي له هغې بايد تير شو، کړنلارې

Qudratullah Hiwadpal · 20 مايو 2026 · 4 د
ستونزو ته لنډوالیBusiness

ستونزو ته لنډوالی

هغه فکرونو، احساساتو، مفکورو، عادتونو او پريکړو چې له اوسنيو ستونزو سره مخ کړي ياست، عموماً د همدوی له لارو د دغو ستونزو حلول بيا ستونزمن وي. د ستونزو په حل کې ځيرکتيا او پوهه خنډه نه ده، پر خپلو ستونزو هر څوک له هر چا ښه پوهيږي. اصل خنډ په موضوع کې د شخص دخالت، پر وړاندې يې د هغ

Qudratullah Hiwadpal · 16 مايو 2026 · 5 د
ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږيBusiness

ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږي

اکثره ادارې پر دې انګيرنه کار کړي چې د ښه کارکوونکي لوړول او ورته ترقي ورکول له هغې ښه مشر جوړوي، له دوی سره دا فکر وي چې په اوسنۍ دنده کې ښه دی، نو د مشرۍ په چارو کې به هم ښه وي. خو، ښه کار او مشري سره يو نه دي، پراخه توپيرونه لري. پرمختګ او موقف کې لوړوالی عموماً د تخنيکي مهارت

Qudratullah Hiwadpal · 5 مايو 2026 · 5 د
ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړيBusiness

ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړي

له ډيرو کاروباريانو به واورئ چې «بازار خراب دی»، «له خلکو سره پيسې نه شته»، «بازار کې سيالي ډيره ده»، «خلک جعلي او تقلبي شيان پلوري»، خو له دې اخوا اصل پوښتنه دا ده، چې که چيرې «بازار خراب وي، نو بيا ولې ځينې کاروبارونه له نورو وړاندې دي، او وده کړي؟». بيروني عوامل، اقتصاد، سيالي

Qudratullah Hiwadpal · 2 مايو 2026 · 5 د
پر ځان واکمنBusiness

پر ځان واکمن

ځان لپاره د بهترين تعريف آسانه وي، هر څوک پوهيږي چې د ده لپاره به غوره ژوند څه وي، کوم مسلک به ورته ښه وي، له وخت او وسايلو څخه بهتره ګټه اخيستنه به څه رنګ وي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا شخص پر ځان دومره واک لري، چې همدغې بهترين په لور ودرومي. ډير به پوهيږي چې په ټاکلي وخت کې با

Qudratullah Hiwadpal · 25 مارس 2026 · 4 د
کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کېBusiness

کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې

کاميابئ ته له ناکاميو مختلف څه په سترګه کتل کيږي، چې يا به بريالي ياست يا به ناکام ياست، دواړه سره متضاد اړخونه دي، خو په اصل کې دواړه د يوه مزل ملګري دي، له ناکاميو پرته کاميابي نه شته، او له برياليتوب پرته ناکامي نه وي. آی بي ایم په نړۍ کې د کمپيوټري او ټکنالوژئ وسايلو جوړولو ي

Qudratullah Hiwadpal · 22 مارس 2026 · 3 د
د خوښۍ بيهBusiness

د خوښۍ بيه

په ټولګي کې ناست وي د زده کړې پر ځای پر ټليفون مصروفه وي، دغه مصروفیت ده ته د زده کړې پر بيې تماميږي. اوس يو څوک داسې دنده کې دخيل دی چې د ده نه خوښيږي، خو بیا هم ورځي، دا ورتګ او هره ورځ ځان له دغه عذابه تيرول دا يې د خوښئ او قناعت پر بيه دي. هر هغه کار چې زړه مو نه غواړي، خو د

Qudratullah Hiwadpal · 21 فبراير 2026 · 4 د
کاروبار: سیاليBusiness

کاروبار: سیالي

که چيرې په داسې کاروبار کې ياست چې سيالان لرئ نو دا په دې معنا چې ستاسې محصول یا خدمت بازار لري. دوکانداران يا نانوايي راواخلئ هر کوڅه کې شته او د هر یو کاروبار روان دی، د کاروباري سيالانو لرل د محصول او خدمت د مشتريانو په معنا وي، هیڅوک داسې څه هيڅکله نه خرڅوي چې څوک يې نه اخلي،

Qudratullah Hiwadpal · 17 فبراير 2026 · 4 د
قدرمن په چا يېBusiness

قدرمن په چا يې

يو څوک پر چا مئين شي، نو بیا د مجنون په څير د هغې د کوڅې خځلې يې هم خوښيږي، تاريخ له داسې بې شمیرو بيلګو ډک دی چې باچايانو د يوه عشق لپاره ډير څه په خطر کې اچولي وي، خو چې کله بيا هماغه بنده ورنصيب شي، له لومړئ مينې او ارمانونو وروسته د دواړو هغه قدر نه وي پاتې، يو بل ته هماغه د

Qudratullah Hiwadpal · 11 فبراير 2026 · 4 د
کاروبار: د نوکيا ناکاميBusiness

کاروبار: د نوکيا ناکامي

نوکيا په يوه زمانه کې د ګرځنده ټليفونونو پر نيمايي بازار حاکم وو، نوم يې له ابتکار او درناوي سره ياديده، او په فنلنډ کې د کار لپاره تر ټولو معتبر او وياړمن ځای بلل کيده، خو په ۲۰۱۰م کال کې د پخواني بازار يوازې درې فيصده برخه ورپاتې وه، چې هغه هم د بيوزله هېوادونو بازار وو چې ځيرک

Qudratullah Hiwadpal · 7 فبراير 2026 · 3 د
د زحمت او نتيجې تر منځBusiness

د زحمت او نتيجې تر منځ

نتیجه هر څوک ويني، خو هغه زحمت چې د دغې نتیجې سبب ګرځي هغه خلکو ته نه ښکاري. هر څوک چې له هر ډول نتيجې سره مخ کيږي، هغه په پریکنده توګه د ده له لاسه ده. ډير به غواړي د غره څوکې ته ورسيږي، خو څومره يې د ختلو زحمت ګالي. ډير خلک به د نامتو لوبغاړو د لوبو او طريقو ارمان کړي، خو هغه ز

Qudratullah Hiwadpal · 3 فبراير 2026 · 4 د
کاروبار او د فرصت پيژندنهBusiness

کاروبار او د فرصت پيژندنه

د کاروبار او تجارت اصل پر راکړه ورکړه دی، تاسې باید پر دې سر خلاص کړئ چې يو څوک ماته د خپل کوم تکليف يا درد ليرې کولو لپاره څه راکوي. زه څه وړاندې کوم چې هغه يې وپيري او پيسې راکړي. هر څومره چې مو په غوره توګه وکړای شو يو تکلیف، ويره یا نارامي له يو چا ليرې کړه، همدومره به هغه شخ

Qudratullah Hiwadpal · 27 يناير 2026 · 4 د
دنده او د خوښې پریښودنهBusiness

دنده او د خوښې پریښودنه

له خوښې پریښودنې څخه هدف په عمومي توګه د بل په خوښه هغه څه کول دي چې ستاسې زړه يې نه غواړي، او دا بحث تر ډيره په مسلکي او اداري چوکاټ کې مطرح کيږي. اکثره دندې يو نه يو ډول له خلکو غواړي چې په هغه لور ولاړ شئ په کوم لوري چې د ادارې مشر روان دی. د پوهې او بشري ذکاوت په دې زمانه کې

Qudratullah Hiwadpal · 24 يناير 2026 · 4 د