د CEO ګوټه

Leadership

د کډوالۍ بل اړخ

د کډوالۍ بل اړخ

فکر وکړئ يو څوک په جرمني کې له خپل اولاد سره غږيږي، دا ورته په پښتو کې يو څه وايي اولاد يې په جرمني کې ځواب ورکوي. دوی د يو بل په ژبه پوهيږي، خو نړۍ ته له بېلابېلو زاویو ګوري. پلار د افغانستان د تېر ژوند خاطرې لري، خو اولادونه يې د جرمني له ژوند، ملګرو او چاپېريال سره لوی شوي دي،

فکر وکړئ يو څوک په جرمني کې له خپل اولاد سره غږيږي، دا ورته په پښتو کې يو څه وايي اولاد يې په جرمني کې ځواب ورکوي. دوی د يو بل په ژبه پوهيږي، خو نړۍ ته له بېلابېلو زاویو ګوري.

پلار د افغانستان د تېر ژوند خاطرې لري، خو اولادونه يې د جرمني له ژوند، ملګرو او چاپېريال سره لوی شوي دي، او ضرور نه ده چې په دواړو کې دې کوم يو غلط وي، يوازې لید او احساس يې فرق کړي.

د ننني نړيوال کلي په زمانه کې پوښتنه دا ده چې کور او وطن آیا هغه ځای دی چېرې چې څوک زيږيدلی وي؟، چيرته يې زړه وي يا هلته چيرې چې زموږ اولادونه ځان لپاره راتلونکی ويني؟ 

کډوالي درنه ده، خو د هغې د بېلتون يوه لويه بيه هغوی هم پرې کوي چې په خپل هېواد کې پاتې وي. هغه مور او پلار چې اولادونه يې په پرديو هېوادونو کې ژوند کوي، ښايي مالي اړتياوې يې پوره وي، خو د اولادونو له ورځني حضور، خبرو او ملګرتيا بې برخې وي.

هغه ماشومان چې له ترونو/ماماګانو، تريندو، نيا او نيکه او پراخه کورنۍ له مينې پرته ستريږي. هغه کورني محافل او راټوليدنې که ودونه وي، جنازې، ناروغۍ يا د مړي ژوندي بل څه ټول د ټليفون د پيغامونو او ويډيو له لارې تيریږي.

د مور او پلار د خدمت مسؤليت په ناعادلانه توګه يوازې هغې خور او ورور ته پاتې وي چې په افغانستان کې وي. هغوی چې پاتې کيږي هغوی سره به د جفا او يوازې پریښودنې احساس وي، او هغوی چې ولاړ شي به تلپاتې د پښيمانۍ يو درد ولري، چې په سخته کې کورنۍ او هېواد پريښود.

څلور ورونه په خارج کې وي، سپين سرې مور يې په کابل کې خور ته پاتې وي. وروڼه به پيسې رالېږي، خو خور به يې مور روغتون ته بيايي، د ناروغۍ شپې به ورسره سبا کوي او د خپلو کارونو او هيلو لپاره به لږ وخت لري. ښايي وروڼه هم د مور له لرېوالي ځورېږي، خو د ورځني خدمت بار د همدې خور پر اوږو وي. څوک د کورنۍ خدمت کړي، آیا يوازې پيسه د شتون او خدمت ځای نيسي؟

A family in silhouette walking through a tunnel toward a bright low sun

په کډوالۍ کې اکثره بحث د ماهره او پوهو خلکو د تګ په اړه وي، کله چې ښوونکي، ډاکتران، انجينران، ليکوالان، پوهاندان او نور چې هېواد يې پر روزنه وخت او زيرمې مصرف کړي وي، هېواد پريږدي، خو دا تاوان بيا لدې هم پراخه وي.

د يوه تکړه مدير، ښوونکي يا متشبث له تګ سره يوازې يو مسلکي شخص نه کمېږي؛ بلکې د کلونو تجربې، د نورو د روزنې فرصتونه، مسلکي اړيکې او هغه ابتکارات هم اغېزمنېږي چې ښايي په راتلونکي کې يې رامنځته کړي وای. د يوه ښه ښوونکي اغېزه يوازې د هغه تر ټولګي محدوده نه وي، بلکې د هغو نسلونو تر راتلونکي رسېږي چې ده به روزلي وای.

په کډوالۍ کې هېواد نه يوازې دا چې د دغو وړ خلکو د نن له خدماتو محروميږي، بلکه د راتلونکي ظرفیتونه، کاروبارونه، او نور فرصتونه چې دوی يې په رامنځ ته کولو کې ونډه درلودای شوه، هم ژوبليږي.

په عادي حالاتو کې ځوانان د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوي چې کوم مسلک وټاکي، څه زده کړي او کوم کاروبار پيل کړي. خو کله چې په يوه ټولنه کې کډوالي د برياليتوب په يوه مهم معيار بدله شي، د ځينو ځوانانو لپاره د «څه بايد شم؟» پوښتنه د «کوم هېواد ته بايد ولاړ شم؟» پر پوښتنه بدلېږي.

کله چې له هېواده وتل د برياليتوب په يوه نښه بدل شي، د انسان ارزښت کله ناکله د هغه د پوهې، کار او لاسته راوړنو پر ځای د اوسېدو له هېواد سره تړل کېږي. خو دا هم بايد هېر نه کړو چې ډېر ځوانان د ښه ژوند، خونديتوب، زده کړو او هغو فرصتونو په لټه کې ځي چې په خپل هېواد کې ورته نه برابرېږي.

دا پریکړه او فکر بیلابیل عواقب لري:

  • زده کوونکي هغه مسلکونه ټاکي چې دوی ته د کډوالۍ فرصتونه برابر کړي.
  • کورنۍ د کډوالۍ او له هېواد څخه د تګ په فرصتونو کې ډيره پانګونه کړي، نسبت دې ته چې يو کوچنی سيمه ييز کاروبار پيل کړي.
  • د ځينو ځوانانو کډوالي له هېواده تر وتلو ډېر وړاندې پيلېږي. هغوی لا هم دلته ژوند کوي، کار او زده کړې کوي، خو فکر او راتلونکی يې له بل هېواد سره تړلی وي. ځان سره وايي: «زه خو هسې هم روان يم، نو ولې دلته څه پيل کړم؟» په دې توګه له ټولنې سره د هغوی ذهني اړيکه تر فزيکي بېلتون ډيره وړاندې کمزورې کېږي.
  • هغوی چې پاتې کېږي، ښايي کله ناکله د يوازيتوب او هېرېدو احساس وکړي، او هغوی چې تللي وي، د کورنۍ د نه شتون، لرېوالي او يا د اړتيا پر مهال د نه شتون درد ورسره وي.

خو، لدې ټول بحث سره کډوالي کولای شي بنده له هغو فرصتونو، مسلکي اړيکو او توقعاتو سره مخ کړي چې په خپل هېواد کې يې نه وي.

دلته پوښتنه دا ده چې له هغې ټولنې سره څه کيږي چیرې چې له هېواد څخه تګ د برياليتوب اصل معيار وي، نه دا چې په خپل هېواد کې پاتې او کاروبارونه، خدمتونه يا بل څه پر پښو ودرول شي؟

بيا هغوی چې له څه مودې وروسته هېواد ته راستنيږي، هغوی ته خپله خاوره هم پردئ ښکاري، مثلاً:

  • پدې نږديو څو کلونو کې په زرګونو افغانان له پاکستان او ايران او نورو هېوادونو څخه راستنيږي، هغه نسل چې په نورو هېوادونو کې ستر شوی وي، هغوی ته دا خپل ټاټوبی پردی ښکاري.
  • هغوی چې راستنيږي ښايي د خپل خپلوانو ژبه او ټکي وکاروي، خو په عادتونو او تمو کې به له هغوی بدل وي، له ټولنې به بل څه غواړي.
  • يو افغان چې شل يا دېرش کاله يې په بل هېواد کې تېر کړي وي، ښايي خپل کلي ته له ډېرو خاطرو سره راستون شي. خو هلته به نه هغه پخواني ملګري وي، نه به د کلي ژوند هماغسې وي او نه به خلک د پخوا په څېر فکر کوي. د هغه اولادونه چې په بل هېواد کې لوی شوي وي، ښايي د خپل پلار او نيکه په وطن کې ځان پردی احساس کړي. دوی خپل هېواد ته راستانه شوي، خو هغه ژوند ته نه دي راستانه شوي چې پرېښی يې وو.
  • دلته راتګ په دې معنا نه دي چې يو څوک دې هغه پخوانيو څه پسې په بل هېواد کې يې پريښي دي، خپه نه شي.
  • د کډوالو په پراخ راستنېدو سره د ځينو سيمو پر کار، کور، زده کړو او عامه خدمتونو فشار زياتېږي. راستنېدونکي د ژوند د بيا پيلولو هڅه کوي، خو ځايي اوسېدونکي هم له خپلو اقتصادي ستونزو سره مخ وي. په داسې حالت کې د دواړو ترمنځ ناسم پوهاوی او بې باوري رامنځته کېدای شي.

خو کډوالي يوازې د لاسه ورکول نه دي. هغه افغانان چې بهر ژوند کوي، کولای شي نوې پوهه، تجربې، مسلکي اړيکې او تخنيکي مهارتونه ترلاسه کړي. د هغوی مالي مرستې د ډېرو کورنيو د زده کړو، روغتيا او اقتصادي اړتياوو پوره کيدو سبب ګرځي. ځينې يې له لرې د کاروبارونو، مسلکي روزنې او نورو ابتکاراتو په پياوړتيا کې هم ونډه اخلي.

دوی کاروبارونه ملاتړوي، بیل نظرونه او پوهې راوړي، خو، بهر کې د پراخه شمير کډوالو لرل په اتومات ډول د هېواد د پرمختګ او هوساينې سبب نه ګرځي، هغه نورې کړنلارې او فکر غواړي، چې بل وخت به يې بيا راوسپړو.

يو افغان له بهر څخه خپلې کورنۍ ته پيسې رالېږي چې پرې د اولادونو زده کړې او د کورنۍ اړتياوې پوره کېږي. بل افغان له هماغه بهر څخه په خپل ولايت کې ځوان انجينران روزي او خپلې مسلکي تجربې ورسره شريکوي.

دواړه د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه لري، خو د ونډې ډول او اغېزې يې توپير لري. له خپل هېواد سره مرسته تل فزيکي حضور ته اړتيا نه لري. د نننۍ ټکنالوژۍ په مرسته يو افغان کولای شي له زرګونو کيلومتره لرې د خپل هېواد ځوانان وروزي، کاروبارونو ته مشورې ورکړي او خپلې تجربې له نورو سره شريکې کړي. اصلي پوښتنه دا ده چې موږ څنګه دا وړتياوې په منظمه توګه له هېواد سره نښلولای شو؟

موږ کډوالي ډېری وخت په شمېرو کې ګورو؛ څومره خلک ولاړل، څومره راستانه شول او څومره پيسې يې کورنيو ته راولېږلې. خو هغه څه چې په شمېرو کې نه ښکاري، ښايي تر دې ډېر ژور وي: هغه اړيکې چې ورو ورو کمزورې کېږي، هغه تجربې چې راتلونکو نسلونو ته نه رسېږي او هغه هيلې چې له خپل هېواد څخه بلې خوا او نورو هېوادونو ته اوړي. 

او ښايي تر ټولو ژور بدلون هغه وخت څرګند شي چې يو پلار خپل وطن د خاطرو له مخې پېژني، خو اولادونه يې د خپل راتلونکي له مخې. دواړه د يوه کور خلک وي، خو د کور او وطن معنا ورته فرق لري.

ورته ليکنی: مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي، الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، نظر د بل، قضاوت زموږ ، نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟، پريکړه او پايلې

د CEO ګوټه

دا لیکنې په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ

په میاشت کې یو لنډ بریښنالیک، نور هیڅ نه.

د بریا خبرپاڼې غړیتوب