د CEO ګوټه

Business

د بې باورۍ بيه

د بې باورۍ بيه

باور اقتصادي ارزښت لري. کله چې باور لوړ وي نو کار، چارې او اجناس ارزانه، ګړندي او آسانه وي. کله چې باور نه وي، نو بيا فرعي بيې لوړيږي، پروسې ډيريږي او چارې ځنډنۍ وي. فکر وکړئ کاروبار لرئ، يو چا ته زنګ وهئ چې مال راوليږه او راتلونکې اونۍ به پیسې درکړم؟. يوازې پر ټليفون ستاسې کاروب

باور اقتصادي ارزښت لري. کله چې باور لوړ وي نو کار، چارې او اجناس ارزانه، ګړندي او آسانه وي. کله چې باور نه وي، نو بيا فرعي بيې لوړيږي، پروسې ډيريږي او چارې ځنډنۍ وي.

فکر وکړئ کاروبار لرئ، يو چا ته زنګ وهئ چې مال راوليږه او راتلونکې اونۍ به پیسې درکړم؟. يوازې پر ټليفون ستاسې کاروبار روان دی. ځکه چې دلته مقابل باور شته، له کلونو راهيسې مو چارې همداسې چلولې دي، او هغه پوهيږي چې پر خپله خبره دريږئ.

اوس يې بل چا سره پرتله کړئ، چې تر منځ‌يې دا باور نه وي. يا هغه وخت راپه ياد کړئ چې کله مو په لومړي ځل کاروبار پيل کړ. مقابل باور نه وو. نو هره سودا پر نغده وه، هر جنس له هر لوري ازمويل کيده، ضمانتونه او تامینات اخيستل کيدل، دوامداره او مسلسل زنګونه وو، هر قرداد ليکل شوې وو او د باور رامنځ ته کيدو وخت نيوه يا نه وو.

دغې بې باورئ بيه درلوده، پیسې، وخت او دوامداره پاملرنه يې غوښته. 

ټيټ او نه باور بيه لري. له اقتصادي اړخه څارنې، اوږدې خبرې اترې او شرايط، ارزونې، توافق، بيمې، او معاملات ساتل او پر وخت سر ته رسول ټول بيې دي، لدې سره د اصل محصول يا خدمت بيه بیله ده. هغه هېوادونه، محصولات يا خدمتونه چې باور پکې لوړ وي، هلته جنس په عموم کې ارزانه او کاروبار آسانه وي.

pile of stones

لدې پرته څيړنې ښيي چې باور د چارو ګړندي کيدو سبب ګرځي، او د دوامداره اړيکو، معلوماتو غوښتلو، حقوقي موضوعاتو او همغږۍ اړتياوې کموي، ځکه چې باوري اړيکې او ارتباطات د وړاندوينې وړ وي، خلک پوهيږي چې مقابل لوری به څه وخت څه کوي.

د پیسو نړيوال صندوق څيړنې هم ښيي چې باور هم شخصي او هم عامه کاروبارونو لپاره اضافي مصارف راکموي او د بې ځايه تضميناتو او تاميناتو اړتيا پکې نه وي.

سره لدې چې باور او ښه نوم کاروبار اسانوي، خو قراردادونه او اسناد بيا هم خپل ارزښت لري. اصل خبره دا ده چې کله متقابل باور نه وي، نو هلته سيسټم درنيږي، پروسې اوږديږي او کارونه ګرانيږي.

ښه نوم او شهرت سرمايه ده. بازار موندنه هر څوک کوي، کاروبارونه پرې ميليونونه افغانۍ مصرفوي. خو، ښه نوم هغه وي چې نور يې ستاسې په غياب کې يادوي. ډاکتر، خدماتو وړاندې کوونکي، فابريکې، مشاور، مستري، کاروباري، دوکاندار، ښوونکی او نور ټول ښه نوم ته اړتيا لري. داسې يو حالت چې يو بل ته مشوره ورکړي او ورته ووايي چې هلته ورشه کار به مو وشي، يا هغه ښه دی. 

د درملو مثال راواخلئ، پداسې حالاتو کې چې بازار له جعلي درملو ډک دی. که چيرې درملتون دا شهرت پيدا کړي چې اصل جنس پلوري، خو له نورو ګران دی. بيا هم به ورته ډير مشتريان راځي چې پر جنس او درملتون باور لري.

د عايداتو له اړخه ورته وګورئ. نن سبا د عايد دوهم امکان درلودو بازار ګرم دی. اکثره خلک په دې فکر دي چې که د عايد دوهمه سرچينه ولري، نو ښه به وي. ځکه چې په لومړئ سرچينه که هغه دنده وي، کوچنی کاروبار وي يا بل څه، باندې يې باور کم شوی دی.

همداسې په ادارو کې د هغه کارکوونکو کار چې اداره پرې باور لري، ژر وړاندې ځي، هغوی چې باور يې کم وي، د هغوی کار په دوامداره توګه ارزولی او څارل کيږي. کله چې په ادارو کې باور کم وي، نو هلته عموماً لاسليکونه، تائيديانې، راپور ورکول، څارنې او کنټرولونه ډير وي.

هر کنټرول او څارنه به خپل دليل لري، خو اکثره کنټرولونه لدې کبله هم وي چې په دې لړۍ کې چيرې کوم يو پوره د باور وړ نه دی. 

له بې باورئ سره دا پوښتنه هم رامنځ ته کيږي، چې په اقتصادي لحاظ څومره پانګونې، اقتصادي فعاليتونه يا کاروباري چارې پر مخ نه ځي يا هیڅ صورت نه نيسي، ځکه چې پر سيسټم، چاپيریال يا متقابل اړخ پوره باور نه شته او خلک نه غواړي چې په داسې حالاتو کې اقتصادي او کاروباري چارې پيل کړي.

آنلاين کاروبارونو يا آن دې ټولنيزو شبکو ته وګورئ. دا ټول پر باور روان دي، که فيسبوک مو پاڼه يا حساب بند کړي، نو ګيله من هم کاروونکی وي، سره لدې چې د فيسبوک خدمتونو ته هیڅ پيسه نه ورکوي، خو بیا هم پرې دا باور لري چې هغه به خپل خدمتونه نه بندوي.

آنلاين يو څه اخلئ. پیسې ورکوئ. هغه جنس مو کور ته راځي، او ترې خوښ ياست.

همدا باور رامنځ ته کول وخت نيسي، خو ډير ژر له منځه ځي. بې باوري يوازې د نن د کاروبار له لاسه ورکول نه دي. بلکه ټولې هغه کاروباري اړيکې دي چې راتلونکي کې يې يو څوک له لاسه ورکوي او ممکن هیڅ‌د ده په لور رانشي.

له ځانه وپوښتئ، چې:

  • که څوک پر ما باور وکړي، د هغوی په کې څه خير دی؟، ولې بايد پر تاسې باور ولري؟
  • که زه پر چا باور کړم، زما پکې څه خير دی؟ يا ولې زه پر نورو باور وکړم؟ يا که دا باور نه لرم، زما پکې څه تاوان دی؟
  • زما په اړه خلک څه وايي؟ شهرت مې ښه دی يا نه؟ کله چې زما په اړه بحث وي، خلک مې ښه يادوي يا نه؟
  • د کاروباري يا ادارې په توګه زما سيسټمونه باور رامنځ ته کوي؟ يا يې مخه نيسي؟

باور ممکن ښکاره نه وي، خو نه شتون يې ګران دی. موږ ته بې باوري د وخت، رسمياتو او ورقو، تضميناتو او تامیناتو، څارنو، فرصتونو له لاسه ورکولو او اړيکو په شکل کې تماميږي.

بې باوري اوږدمهاله بيه لري، خو ممکن ډير يې په غم کې نه وي. باور رامنځ ته کول وخت نيسي، خو ممکن ډير ورته حوصله ونه لري.

ورته ليکنی:  کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، چې عادي شو، نه يې پوښتو، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ،

د CEO ګوټه

دا لیکنې په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ

په میاشت کې یو لنډ بریښنالیک، نور هیڅ نه.

د بریا خبرپاڼې غړیتوب