گوشه مدیر اجرایی

CEO Corner

نوشته‌ها، نمونه‌کارها، خبرنامه

Leadership

زده کړو ولسي کيدل

عامه تعليم يا د ښوونځيو له لارې برابريدونکی زده کړې تر ډيره دولت لپاره د ملت جوړونې او خپل فکر عام کولو وسيله وي، په غرب کې له دومره ساينسي ببولالو سره بيا هم د ډاروين ارتقا تيورۍ په وړاندې مخالفت بد ګڼل کيږي، او ساينس تر ډيره پر همدې فکر بنا دی، سره لدې چي ډيرو څيړنو دا تيوري تر

Qudratullah Hiwadpal · ۱ جوزا ۱۴۰۱ · 7 دقیقه
Leadership

دا ستا کار به څوک کړي

په اکثره ادارو کې ليدل کيږي چې د ادارې مشران په ډيرو کوچنيو کوچنیو موضوعاتو کې ځان دخيل بولي، او دا بحث یوازې د ادارې تر مشر محدود نه وي، ځينې وختونه آن د حکومتونو مشران هم په ډيرو فرعي او کوچنیو موضوعاتو کې دخالت کوي. هر هغه څوک چې په سر مشر لري، دا ويره احساسوي چې که چيرې خپل ک

Qudratullah Hiwadpal · ۱۸ ثور ۱۴۰۱ · 4 دقیقه
Leadership

مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل

يوازې زموږ نه بلکه د نورو ټولنو هم په مشرۍ کې يوه اساسي ستونزه مشر ته ړنده وفاداري او غوړه مالي ده، پريکنده اکثريت مشران فکر کړي هر کله چې زه د مشرۍ پر تخت کيناستم بايد پيروانان مې هرې روا ناروا ته سر وخځوي، او دا ړنده پيروي بيا په عقيدوي، سياسي او فکري ډلو کې تر ټولو ډيره وي.

Qudratullah Hiwadpal · ۴ ثور ۱۴۰۱ · 5 دقیقه
Leadership

منطق او پريکړې

منطق عموماً د انسان د عمر او پوهې ښکارندوی کوي، دلته زما هدف له منطق څخه د بل قانع کول او خپل فکر ته يو څه توجيهات ورکول دي، هغه څه چې تاسې ته نن منطقي ښکاري ښايي کال وروسته منطقي نه وي، يا که تاسې خپلې پخوانۍ پريکړې راواخلئ او د نن په تله کې يې وتلئ نو ډيرې به يې د نن په تول برا

Qudratullah Hiwadpal · ۲۳ حمل ۱۴۰۱ · 6 دقیقه
Technology

ټولنيزې شبکې محتويات څرنګه اداره کوي

ټولنيزو شبکو شرکتونو لپاره د محتوياتو مديريت د توازن ساتلو يوه دوامداره هڅه ده، او هر څومره چې د دې شبکو کاروونکي ډيريږي همدومره د محتوا مديريت سختيږي. د ټولنيزو شبکو ستر شرکتونه لکه فيسبوک او ټويټر چې د ګټې ستره منبع يې د دوی د کانالونو له لارې د خلکو اعلانونه دي، نه غواړي داسې

Qudratullah Hiwadpal · ۱۷ حمل ۱۴۰۱ · 6 دقیقه
Leadership

د باور او مفکورې جهل

د دا ډول نظامونو پر وړاندې منطق په پيل کې ډير کار نه کړي، وروسته يې سر ته عقل خيژي، خو چې کله به هوښيار شي، تر هغې يې د ډيرو زړه شين کړی وي، د دا ډول حکومتونو چارواکو څخه يوازې دوه هيلې کيدای شي، يوه دا چې لږ تر لږه دومره جرات او زړه پيدا کړئ چې خپله نااهلي او ناپوهي په عقيده کې

Qudratullah Hiwadpal · ۶ حمل ۱۴۰۱ · 6 دقیقه
Leadership

مشوره ناکامي نه ده

مشوره وکړئ او بيا د الله پر توکل چارې ته لاس واچوئ، دا د اسلام يو تر ټولو اساسي اصل دی، له مشورې هدف مخکې لدې چې يوه چاره پيل کړئ له نورو واورئ، يا په دوامداره توګه د چارو بهترئ لپاره له نورو واروئ. مشوره د بل لخوا ستاسې لپاره د پریکړې کول نه دي، بلکې په خپله پريکړه کې د نورو نظر

Qudratullah Hiwadpal · ۲۹ حوت ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Leadership

آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟

نن سبا يو تر ټولو ګرم بحث د پوهې پر ديني او دنيوي ډولو ويشل دي، يا پوهې ته یوازې له مذهبي او غير مذهبي اړخه کتل دي، زه دې بحث ته سياسي او دولتي کړنلارو شکل نه ورکوم، هغه به يې خپلو خلکو ته پريږدو، يوازې پر دې غږيږو چې آيا رښتيا هم پوهه همدومره محدوده ده چې په دومره آسانه وويشل شي

Qudratullah Hiwadpal · ۱۶ حوت ۱۴۰۰ · 8 دقیقه
Leadership

نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ

زموږ ژوند په دوامداره توګه له بدلونه تيريږي، او د مشر په توګه تاسې د دې بدلون، ابهام او پيچلتياوو کچه نشئ کنټرولولای. پدې ليکنه کې موږ له شپږو لارو چارو يادونه کوو چې کولای شي له تاسې سره مرسته کوي تر څو لدې پيچلتياوو پر اغيزمنه توګه تير او لاسته راوړلې زده کړې او تجربې راتلونکي

Qudratullah Hiwadpal · ۴ حوت ۱۴۰۰ · 8 دقیقه
Leadership

سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول

د پريکړو کولو لپاره د يوه چوکاټ يا مرستندويه اصولو لرل له مشرانو سره مرسته کړي تر څو له خپلو تمايلاتو اخوا، د فشار لاندې حالت يا شتو معلوماتو د ارزولو په رڼا کې پریکړې وکړي. عموماً هدفي يا مستندې پریکړې آسانه وي، داسې پريکړې چې پر ټاکليو معلوماتو بنا وي او که هر څوک دا معلومات ول

Qudratullah Hiwadpal · ۱۷ دلو ۱۴۰۰ · 9 دقیقه
Leadership

د ادارو غښتلتيا

د خدمتونو په ځانګړي ډول د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارو غښتلتيا ډيره مهمه ده، او ځينې څيړنې خو بيا دا هم وايي هغه هېوادونه وده کړي چې غښتلې عامه ادارې ولري، ځينې هېوادونه چې غواړي له نورې نړۍ يا نړيوالو مالي ادارو مرسته واخلي نو هم د هغو ادارو لخوا په اساسي شرايطو کې د ا

Qudratullah Hiwadpal · ۲۸ جدی ۱۴۰۰ · 3 دقیقه
Leadership

پريکړه او پايلې

خو د پریکړې او پايلو تر منځ توپير وي، پريکړه په اساسي ډول د بديلونو تر منځ د يوه ټاکل وي او د دې بديلونو ارزول او ټاکل له خپلې پروسې تيريږي. ښې پريکړې خپله پروسه لري، چې په اکثره حالاتو کې يې پريکړه کوونکی تعقيبوي. پايلې يوازې د پریکړو نتيجه نه وي، هغه څو اړخيزه پديده وي.

Qudratullah Hiwadpal · ۱۵ جدی ۱۴۰۰ · 5 دقیقه
Leadership

د ظرفيت خلا

نړۍ د ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه پکې له ټولو جدي ده، هر کله چې موږ له ظرفيت څخه غږيږو نو هلته مهارت، پوهه او اخلاق درېواړه يادوو. دلته خلک پر ظاهري ښود او فکر ورته والي استخداميږي، ښايي فکري يا سياسي ورته والی د ځينو لپاره مهم و

Qudratullah Hiwadpal · ۶ جدی ۱۴۰۰ · 7 دقیقه
Leadership

هېوادونو وده او پوهه

په تاريخي لحاظ هم داسې بيلګې شته چيرې چې پر پوهه او د هغې له برکته پر پيدا کيدونکو ټکنالوژيو ضعيفه پانګونه د امپراطوريو د وروسته والي سبب ګرځي، داسې ګڼل کيږي چې انګلستان له امپراطورۍ څخه د غورځيدو يو لامل د هغوی په عامه پوهنه کې سسته پانګونه وه، ولس يې بيسواده او له نورو وروسته پ

Qudratullah Hiwadpal · ۳۰ قوس ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Leadership

چارواکي او عامه وينا

د مشرۍ يو تر ټولو مهم مسؤلیت عامه ويناوی دي، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو او لاس لاندې خلکو ته ويناوی کوي په دولتي چارو کې يو عام رواج دی چې دولتي مشران ملت ته د ځواب ورکونې يا بل نامه لاندې ولس ته ويناوې کوي. دا ويناوی عموماً د راتلونکی مودې لپاره د هېواد کړنلارې او تګلارې ټاکي، ځينې

Qudratullah Hiwadpal · ۱۵ قوس ۱۴۰۰ · 5 دقیقه
Leadership

هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه

په دې برخه کې هم موږ په مشرۍ کې د شخصي نیمګړتياوو بحث ته دوام ورکوو، په لومړئ برخه کې د مشر پر دوو (پر ځان له حده ډير باوري او بې حوصلې مشرۍ) عمومي نيمګړتياوو او د هغې لپاره پر ځينو وړانديزونو وغږيدو، پدې اخيري برخه کې موږ له دوو نورو عمومي نيمګړتياوو يادونه کړو.

Qudratullah Hiwadpal · ۱۰ قوس ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Leadership

هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه

پر اداره د مشر د شخصيت اغيزه له ډير پخوا راهيسې ثابته ده. خو د ځينو شخصيتونو نيمګړتياوې پر اداره له ضرورت ډيره منفي اغيزه لري. هر څوک بايد پر خپلو نيمګړتياوو خبر وي، او ورسره شاوخوا خلک هم بايد خپل نږدې دوستان د هغوی له نيمګړتياوو خبر کړي، يا ورسره کار وکړي تر څو ځان بهتره کړي.

Qudratullah Hiwadpal · ۱ قوس ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Leadership

ملکيت، خدمت او ارزښتونه

دلته بحث د سياست نه دی، بلکې د عامه ادارو بهتره خدمتونو وړاندې کول دي، په دې هېواد کې داسې ډيرې بيلګې شته چيرې چې تکړه، پوه او ژمن افغانان کولای شي له چارواکو سره د يوې چارې بهتره سرته رسولو کې مرسته وکړي، خو د دې افغانانو ښايي يوازينئ نيمګړتيا دا وي چې ځانګړي اړخ ته د زنده باد چ

Qudratullah Hiwadpal · ۱۹ عقرب ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Technology

ماشوم مو انټرنېټ کاروي – دې لسو ټکو ته پام وکړئ

انټرنېټ او آنلاين نړۍ زموږ د ژوند نه بیلیدونکې برخه ده، چې په هغې کې خپل اولاد او ماشومان آنلاين نړۍ لپاره روزل هم شامل دي، هغوی ته بايد هغه سلوکونه، مهارتونه او عادتونه وښيو چې وکولای شي له آنلاين وسيلو څخه بهتره او ښه ګټه واخلي. ښايی تاسې ته له انټرنېټ وړاندې نړۍ ياده وي، ښايی

Qudratullah Hiwadpal · ۹ عقرب ۱۴۰۰ · 9 دقیقه
Technology

۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

بشري ټولنې اصلاح او ودې لپاره د دولتي کړنلارو جوړول پخپله د څيړنې يو عمل دی. هر کله چې دولت مداخله کوي، نو بايد شته ستونزې په اړه چې غواړي حل يې کړي، کافي پوهه ولري، او بايد د دې وړاندوينې توان هم ولري چې دا وړاندينې کيدونکی حل به ستونزه څرنګه له منځه يوسي يا به يې اغيزه راکمه کړ

Qudratullah Hiwadpal · ۳ عقرب ۱۴۰۰ · 5 دقیقه
Technology

۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

دلته موږ پر هغه عمومي لاملونو او توکو غږيږو چې د عامه کړنلارو اغيزمنتيا محدودوي، او عموماً د دوی په پام کې نه نيولو له کبله خپلو پايلو ته نه رسيږو، چې په دې لاملونو کې (۱) د معلوماتو محدوديت، (۲) د پوهې محدوديت، (۳) د زيرمو محدوديت، (۴) اداري محدوديت، او (۵) (که چيرې د ولسواکۍ يا

Qudratullah Hiwadpal · ۲۵ میزان ۱۴۰۰ · 4 دقیقه
Leadership

مشري او سختيو ګالل

مشري او سختئ اکثره وختونه سره يوځای وي، د مشرئ يو تر ټولو اساسي تعريف نابلدو شيانو سره کار دی یا هغه چارو ته لاس اچول دي چې نور ترې ډډه کوي، نو هر کله چې تاسې له نابلدو سره کار کوئ نو له سختیو سره به مخ کيږئ، د ټولنې يا حاکمو طبقو چې په اوسني حالت کې يې ګټه ده مخالفت به وينئ، او

Qudratullah Hiwadpal · ۱۵ میزان ۱۴۰۰ · 6 دقیقه
Leadership

دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې

د يوه هېواد تحصيلي او تعليمي ادارې د هېواد جوړونې او منل کيدونکي فکر عامولو يو تر ټولو مهمې او اغېزمنې وسيلې دي، نړيوالو تل له خپلو تعليمي ادارو څخه د خپل فکر رواجولو او آن نورو هېوادونو کې د همفکره قشر روزلو لپاره پراخه ګټه اخيستې ده، په افغانستان کې د داسې خلکو بې شميره بيلګې ش

Qudratullah Hiwadpal · ۷ میزان ۱۴۰۰ · 7 دقیقه
Technology

پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي

وينا کا چې د خپلواکۍ ګټل آسانه خو پالل يې ستونزمن دي، يوه زمانه کې به هېوادونو د خپلواکۍ او پر ځان بسيايينې پر لور کار کاوه، خو وروسته خلک هوښیار شو ويې ويل چې له نورو پرته ګوزاره نه کيږي نو د نن په زمانه کې بهتره هېواد هغه دی چې نورو ته د باور وړ وي، نړۍ فکر وکړي چې کاروبار/ راش

Qudratullah Hiwadpal · ۳۰ سنبلهٔ ۱۴۰۰ · 6 دقیقه