دوه هېوادونه په پام کې ونيسئ؛ يو يې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه تکړه او وړ خلک ځان ته جذبوي، بل بيا خپل روزلي او وړ خلک له لاسه ورکوي، او هغوی په نورو هېوادونو کې د خپل راتلونکي لپاره فرصتونه لټوي. څه فکر کوئ، له دغو دوو هېوادونو څخه به کوم يو د پرمختګ او هوساينې ښه راتلونکی ولري؟
دوه هېوادونه په پام کې ونيسئ؛ يو يې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه تکړه او وړ خلک ځان ته جذبوي، بل بيا خپل روزلي او وړ خلک له لاسه ورکوي، او هغوی په نورو هېوادونو کې د خپل راتلونکي لپاره فرصتونه لټوي. څه فکر کوئ، له دغو دوو هېوادونو څخه به کوم يو د پرمختګ او هوساينې ښه راتلونکی ولري؟
په نړيواله کچه د استعدادونو لټه د اقتصادي او تخنيکي سيالۍ برخه ده. ملتونه په ډيریدونکي ډول اوس پوهيږي چې بشري وړتياوې د دوی يو تر ټولو ارزښتمنې شتمنۍ دي، خپل بايد وروزي، وساتي او له نورې نړۍ يې هم راجذب کړي. افغانستان بايد پر دغه بدليدونکي واقعيت سر خلاص کړي.
نوښتنو، ښه کار، اقتصادي پرمختګ، نړيوالې اغېزې او ملي پرمختګ او سيالۍ تل بشري ظرفيتونو ته اړتيا درلوده، او نن هم لدې اصله استثنا نه دی، خو نن بيا دغو ظرفيتونو ته اړتيا د پخوا په پرتله ډيره او ارزښتمن شوې ده.
د بوسټن کنسلټنګ نړيوالې ډلې دغه څېړنه چې د ۲۲۱ ميليونو مسلکي کسانو د معلوماتو پر بنسټ شوې، چې لږ تر لږه د لېسانس تر کچې زده کړې لري، وايي چې په نړيواله کچه په ۲۰۲۵م کال کې د لوړې کچې وړ او ماهره کاريګرو کډوالي نږدې ۱۲٪ راکمه شوې ده. په همدې زمانه کې د دغو وړ خلکو نږدې درې نيم ميليونه نور هېوادونو ته تللی دي. د مصنوعي ځيرکتيا د متخصصينو نړيواله کډوالي هم ۱۲ سلنه راکمه شوې، خو د دوی پر سر نړيواله سيالي لا هم جدي ده.
سره لدې چې دا شمېرې د کډوالۍ کمښت ښيي، خو دا په دې معنا نه ده چې د دغو وړ او ماهره کارکوونکو ارزښت کم شوی دی. بلکه د هر هېواد دې ټکي ته پام شوی دی چې څرنګه خپل غښتلي خلک وساتي او له نورو هېوادونو يې هم را جذب کړي.
دا شمېرې د هغو هېوادونو د سيالۍ انځور وړاندې کوي چې د نورو د استعدادونو د جذبولو هڅې کوي. خو زموږ په څېر هېوادونو ته بيا يوه بله پوښتنه هم راولاړېږي: آيا موږ د خپلو استعدادونو د ساتلو او روزلو توان لرو؟
امريکا لا هم د نړۍ د ماهرو کسانو د جذبولو له مهمو مرکزونو څخه ده. خو د BCG څېړنه ښيي چې د مصنوعي ځيرکتيا د متخصصينو په نړيواله سيالۍ کې يې ونډه راکمه شوې ده.
د امريکا په متحده ایالاتونو په مثال کې هلته هغوی داسې چاپيريال رامنځ ته کړی دی چې په نړيواله کچه ظرفيتونه راجذبوي. د پوهنتونونو څيړنيز مرکزونه شته، چې د ټکنالوژيو له شرکتونو سره په شريکه نوښتونه هڅوي، پانګونه جذبوي، او مسلکي شبکې دې په دغه چاپیريال کې فرصتونه ټولو تر منځ ويشي او ورته يې برابروي.
همدا هغه څه دي چې يو ماهره شخص يې غواړي، تر څو خپل مهارتونه ښه کړي او داسې ځای کې واوسي چې د خپلو مفکورو د عملي کولو فرصت پکې وويني. همدا وجه ده چې دغه هېواد په نړيواله کچه د مصنوعي ځيرکتيا له کتګورئ پرته د مهارت په څو نورو طبقو يا ډلو د وړ خلکو په جذبولو کې له نورو هېوادونو وړاندې دی.
عربي هېوادونه بيا د مالي او اقتصادي پرمختګ او امکاناتو له کبله د مهارتونو د جذبولو مخکښه دي. عربي متحده اماراتو په ۲۰۲۵م کال کې نږدې دوه لکه تکړه خلک له نورې نړۍ راجذب کړي دي.
سعودي عربستان بيا د دغې څېړنې له مخې د ماهرو کسانو د ساتنې په تناسب کې د لويو اهدافو هېوادونو تر منځ تر ټولو لوړه درجه لرله. سعودي عرب د دغو راتللیو وړ خلکو په ساتلو کې ښه ثابت شوی دی، هغه فرصتونه او امکانات ورته برابروي چې دا خلک ورسره پاتې شي.
لدې سره دا اړخ هم مهم دی چې په اقتصادي هڅو، زيربناوو او فرصتونو کې پراخه پانګونه د نړيوال ماهره کاريګر په جذبولو کې ستره ونډه لري. او د ډيرو هېوادونو لپاره دا اوس د ملي پرمختګ د پلان يوه کليدي برخه ده چې دغه مهارتونو جذبول پکې په پام کې نيسي.
هند چې يوه زمانه کې د مهارت صادرولو مرکز بلل کیده، نن سبا د مهارتونو پر راڅرخولو مشهور دی. نوې څيړنې ښيی چې د ساينس، ټکنالوژي، انجينرئ، رياضياتو او مصنوعي ځيرکتيا د مهارتونو د جذبولو پر يو تر ټولو ښه مرکز دی.
هغه هنديان چې پخوا له هند څخه تللي وو، هغوی يا د هغوی اولاده اوس بیرته دغې هېواد ته له نوو زده کړو او مهارتونو سره راستنيږي، او نوي نوي کاروبارونه پر پښو دروي، دا خلک له ځان سره پوهه، اړيکې او تجربې راوړي.
خو، اوس هم هند راتلونکو په پرتله تلونکي ډير لري. يعنې، اوس هم نه دی توانيدلی چې خپل روزل شوي مهارتونه په هېواد کې وساتي، اکثريت يې هېواد پریږدي، خو بیا هم ورته ځانګړې شميره خلک راستنيږي.
اروپايي هېوادونه او کاناډا يوه زمانه کې د دغو وړ خلکو د جذبولو يو تر ټولو ښه بازار وو. خو، نوې څيړنه ښيي چې کاناډا او انګلستان ورو ورو د نورو په وړاندې دا سيالي بیالي. کاناډا او انګلستان د پخوا په پرتله د ماهرو کسانو په جذبولو کې له کمښت سره مخ شوي، خو انګلستان لا هم په ځينو مهمو برخو کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی. په همدې حال کې فرانسې، هسپانيې او ځينو نورو هېوادونو پرمختګ کړی دی، اما د پخوانيو هغه حالت اوس په بدليدو دی، او نوی نسل نورو هېوادونو ته درومي.
دې سره دا ټکی روښانيږي، چې د يوه هېواد لپاره تل دا امکان نه لري، چې په لوړه کې پاتې شي، دوامداره به هڅه کوي تر څو وړ خلک جذب او له ځان سره يې وساتي. او هغوی چې نن په دې سيالي کې نه دي، کولای شي د هڅوونکو کړنلارو او چاپیريال له لارې ځان له نورو سره سيال کړي.
که چيرې دې پوښتنې ته راشو چې څه دا ټاکي چې وړتياوې لرونکي خلک چيرې درومي؟ نو لدې بحث څخه دا راښکاري داسې يو ځای وي، چېرې چې دوی وکولای شي مهم کار وکړي چې د بشر د ښه والي سبب وګرځي، دغه زحمات يې د مناسبو امتيازاتو له لارې ونازول شي، په کار او دنده کې يې درناوی وشي، د خپلو مفکورو د څيړلو او هغې ته د ودې ورکولو فرصت ولري، داسې ادارې واوسي چې هم د دوی او هم د کاروبار ګټې وساتلی شي او په دغه هېواد او ځای کې ځان او اولادونو لپاره يوه آینده وويني.
پوښتنه دا نه ده چې چيرې خلک ډيره ګټي، بلکې دا ده چې چيرې خپل اعظمي ظرفيت او وړتيا ته رسيږي؟
افغانستان په دغه څيړنو کې نه ياديږي، او نه زموږ له هېواد څخه تلونکي خلک په دغه حساب کې حسابيږي. زموږ حالت له دغو پرمختلليو هېوادونو سره فرق کوي چيرې چې دوی پراخه زيرمې او وسايل لري، او کولای شي د ښو امتيازاتو له لارې خلک وهڅوي چې هلته ځان لپاره يو راتلونکی جوړ کړي.
موږ تر اوسه هغوی ته چې په دې هېواد کې پاتې دي، هم ونه شو کړای داسې تعليمي او پرمختللي فرصتونه برابر کړو چې په راتلونکې کې د نړيوالې سيالۍ اهل وي. دا بحث ښايي په راتلونکې ليکنه کې وکړو، اما موږ نه شو کولای د نن په وروسته پاتې والي سبا هم له دې سياليو بايلونکي واوسو.
په داسې يوه حالت کې چيرې د پرمختللیو پوهنتونو، غښتلي اقتصاد او پراخه څيړنيزو امکاناتو هېوادونه د وړتياوو لرونکو خلکو پر سر پر سيالئ دي، زموږ په څېر د هېوادونو به څه حال وي، او د بشري ظرفيت په اړه به څه فکر وکړو؟
د دې ټول بحث اصلي خبره دا ده چې د يوه هېواد راتلونکی يوازې پر هغو زېرمو نه دی ولاړ چې له ځمکې راايستل کېږي، بلکې پر هغو انسانانو هم ولاړ دی چې د دې ځمکې پر سر ژوند کوي. هغه هېوادونه چې له تعصب او سياسي انګيرنو پرته د خپلو خلکو وړتياوې پېژني، روزي يې او د کارولو فرصت ورته برابروي، د پرمختګ لپاره يو مهم بنسټ برابروي. پوښتنه دا ده چې موږ د خپلو خلکو له دې سترې شتمنۍ سره څه ډول چلند کوو؟
(موږ لا هم له دې اساسي پوښتنې سره مخ يو چې آيا خپلو خلکو ته مو د زده کړې، پرمختګ او د وړتياوو د کارولو مناسب فرصتونه برابر کړي دي؟ دا يوازې د هغو کسانو مسئله نه ده چې هېواد پرېږدي، بلکې د هغو کسانو هم ده چې دلته پاتې دي. پر همدې موضوع به په راتلونکې ليکنه کې وغږېږو. دا زموږ د دريو ليکنو لړۍ لومړئ ليکنه ده، په دوهمه کې موږ پر د ضايع شوو ظرفيتونو پر تاوان غږيږو)
ورته ليکنی: ظرفیت جوړونه، د کډوالۍ بل اړخ، يوازې روزنه د ظرفيت جوړونې پر معنا نه ده، د استعدادونو لټه، ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟

