CEO Corner

CEO Corner

Essays, case studies, newsletter

Showing LeadershipClear filter
Leadership

مشوره ناکامي نه ده

مشوره وکړئ او بيا د الله پر توکل چارې ته لاس واچوئ، دا د اسلام يو تر ټولو اساسي اصل دی، له مشورې هدف مخکې لدې چې يوه چاره پيل کړئ له نورو واورئ، يا په دوامداره توګه د چارو بهترئ لپاره له نورو واروئ. مشوره د بل لخوا ستاسې لپاره د پریکړې کول نه دي، بلکې په خپله پريکړه کې د نورو نظر

Qudratullah Hiwadpal · March 20, 2022 · 6 min
Leadership

آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟

نن سبا يو تر ټولو ګرم بحث د پوهې پر ديني او دنيوي ډولو ويشل دي، يا پوهې ته یوازې له مذهبي او غير مذهبي اړخه کتل دي، زه دې بحث ته سياسي او دولتي کړنلارو شکل نه ورکوم، هغه به يې خپلو خلکو ته پريږدو، يوازې پر دې غږيږو چې آيا رښتيا هم پوهه همدومره محدوده ده چې په دومره آسانه وويشل شي

Qudratullah Hiwadpal · March 7, 2022 · 8 min
Leadership

نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ

زموږ ژوند په دوامداره توګه له بدلونه تيريږي، او د مشر په توګه تاسې د دې بدلون، ابهام او پيچلتياوو کچه نشئ کنټرولولای. پدې ليکنه کې موږ له شپږو لارو چارو يادونه کوو چې کولای شي له تاسې سره مرسته کوي تر څو لدې پيچلتياوو پر اغيزمنه توګه تير او لاسته راوړلې زده کړې او تجربې راتلونکي

Qudratullah Hiwadpal · February 23, 2022 · 8 min
Leadership

سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول

د پريکړو کولو لپاره د يوه چوکاټ يا مرستندويه اصولو لرل له مشرانو سره مرسته کړي تر څو له خپلو تمايلاتو اخوا، د فشار لاندې حالت يا شتو معلوماتو د ارزولو په رڼا کې پریکړې وکړي. عموماً هدفي يا مستندې پریکړې آسانه وي، داسې پريکړې چې پر ټاکليو معلوماتو بنا وي او که هر څوک دا معلومات ول

Qudratullah Hiwadpal · February 6, 2022 · 9 min
Leadership

د ادارو غښتلتيا

د خدمتونو په ځانګړي ډول د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارو غښتلتيا ډيره مهمه ده، او ځينې څيړنې خو بيا دا هم وايي هغه هېوادونه وده کړي چې غښتلې عامه ادارې ولري، ځينې هېوادونه چې غواړي له نورې نړۍ يا نړيوالو مالي ادارو مرسته واخلي نو هم د هغو ادارو لخوا په اساسي شرايطو کې د ا

Qudratullah Hiwadpal · January 18, 2022 · 3 min
Leadership

پريکړه او پايلې

خو د پریکړې او پايلو تر منځ توپير وي، پريکړه په اساسي ډول د بديلونو تر منځ د يوه ټاکل وي او د دې بديلونو ارزول او ټاکل له خپلې پروسې تيريږي. ښې پريکړې خپله پروسه لري، چې په اکثره حالاتو کې يې پريکړه کوونکی تعقيبوي. پايلې يوازې د پریکړو نتيجه نه وي، هغه څو اړخيزه پديده وي.

Qudratullah Hiwadpal · January 5, 2022 · 5 min
Leadership

د ظرفيت خلا

نړۍ د ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه پکې له ټولو جدي ده، هر کله چې موږ له ظرفيت څخه غږيږو نو هلته مهارت، پوهه او اخلاق درېواړه يادوو. دلته خلک پر ظاهري ښود او فکر ورته والي استخداميږي، ښايي فکري يا سياسي ورته والی د ځينو لپاره مهم و

Qudratullah Hiwadpal · December 27, 2021 · 7 min
Leadership

هېوادونو وده او پوهه

په تاريخي لحاظ هم داسې بيلګې شته چيرې چې پر پوهه او د هغې له برکته پر پيدا کيدونکو ټکنالوژيو ضعيفه پانګونه د امپراطوريو د وروسته والي سبب ګرځي، داسې ګڼل کيږي چې انګلستان له امپراطورۍ څخه د غورځيدو يو لامل د هغوی په عامه پوهنه کې سسته پانګونه وه، ولس يې بيسواده او له نورو وروسته پ

Qudratullah Hiwadpal · December 21, 2021 · 6 min
Leadership

چارواکي او عامه وينا

د مشرۍ يو تر ټولو مهم مسؤلیت عامه ويناوی دي، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو او لاس لاندې خلکو ته ويناوی کوي په دولتي چارو کې يو عام رواج دی چې دولتي مشران ملت ته د ځواب ورکونې يا بل نامه لاندې ولس ته ويناوې کوي. دا ويناوی عموماً د راتلونکی مودې لپاره د هېواد کړنلارې او تګلارې ټاکي، ځينې

Qudratullah Hiwadpal · December 6, 2021 · 5 min
Leadership

هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه

په دې برخه کې هم موږ په مشرۍ کې د شخصي نیمګړتياوو بحث ته دوام ورکوو، په لومړئ برخه کې د مشر پر دوو (پر ځان له حده ډير باوري او بې حوصلې مشرۍ) عمومي نيمګړتياوو او د هغې لپاره پر ځينو وړانديزونو وغږيدو، پدې اخيري برخه کې موږ له دوو نورو عمومي نيمګړتياوو يادونه کړو.

Qudratullah Hiwadpal · December 1, 2021 · 6 min
Leadership

هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه

پر اداره د مشر د شخصيت اغيزه له ډير پخوا راهيسې ثابته ده. خو د ځينو شخصيتونو نيمګړتياوې پر اداره له ضرورت ډيره منفي اغيزه لري. هر څوک بايد پر خپلو نيمګړتياوو خبر وي، او ورسره شاوخوا خلک هم بايد خپل نږدې دوستان د هغوی له نيمګړتياوو خبر کړي، يا ورسره کار وکړي تر څو ځان بهتره کړي.

Qudratullah Hiwadpal · November 22, 2021 · 6 min
Leadership

ملکيت، خدمت او ارزښتونه

دلته بحث د سياست نه دی، بلکې د عامه ادارو بهتره خدمتونو وړاندې کول دي، په دې هېواد کې داسې ډيرې بيلګې شته چيرې چې تکړه، پوه او ژمن افغانان کولای شي له چارواکو سره د يوې چارې بهتره سرته رسولو کې مرسته وکړي، خو د دې افغانانو ښايي يوازينئ نيمګړتيا دا وي چې ځانګړي اړخ ته د زنده باد چ

Qudratullah Hiwadpal · November 10, 2021 · 6 min
Leadership

مشري او سختيو ګالل

مشري او سختئ اکثره وختونه سره يوځای وي، د مشرئ يو تر ټولو اساسي تعريف نابلدو شيانو سره کار دی یا هغه چارو ته لاس اچول دي چې نور ترې ډډه کوي، نو هر کله چې تاسې له نابلدو سره کار کوئ نو له سختیو سره به مخ کيږئ، د ټولنې يا حاکمو طبقو چې په اوسني حالت کې يې ګټه ده مخالفت به وينئ، او

Qudratullah Hiwadpal · October 7, 2021 · 6 min
Leadership

دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې

د يوه هېواد تحصيلي او تعليمي ادارې د هېواد جوړونې او منل کيدونکي فکر عامولو يو تر ټولو مهمې او اغېزمنې وسيلې دي، نړيوالو تل له خپلو تعليمي ادارو څخه د خپل فکر رواجولو او آن نورو هېوادونو کې د همفکره قشر روزلو لپاره پراخه ګټه اخيستې ده، په افغانستان کې د داسې خلکو بې شميره بيلګې ش

Qudratullah Hiwadpal · September 29, 2021 · 7 min
Leadership

ويره، مسؤلیت او ملکيت

يوه ورځ يوه ښکلي کلي ته ورسیده، چې د غرونو په څنډه کې پروت وو، شاو خوا يې شنه وه او تازه هوا يې درلوده چې هر نفس پکې تازه کیده. په دې ښکلي ځای کې دې فکر کاوه چې هر څوک به څومره خوښ وي، خو کله چې خلکو ته يې پام شو نو ټول خپه وو. دا خلک به زوړند، مړژواندي روان وو چې پښې يې ځان پسې

Qudratullah Hiwadpal · September 14, 2021 · 7 min
نااهلي او فسادLeadership

نااهلي او فساد

پر پخوانی حکومت، دولت، نظام يا هر څه يې چې بولئ، يو تر ټولو لویه ګوتنيونه د فساد وه، فساد څو شکله لرلی شي، موږ د فساد پر نورو بحثونو نه غږيږو يوازې د ادارو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو په چارو کې پر سستۍ، لټۍ، فساد او بهانه ګيرو ته پر لارو چارو لټولو غږيږو.

Qudratullah Hiwadpal · September 8, 2021 · 5 min
بدلون د ژوند يو اصلLeadership

بدلون د ژوند يو اصل

بدلون د ژوند يو اصل دی، هیڅ څه پر خپل حال نه پاتيږي، هر څه بدليږي، ځينې وخت دا بدلونونه زموږ له خوښې سره سم وي او ځينې يې زموږ پر خوښه نه وي چې موږ يې خپله ناکامي بولو، يا مو زړه ماتې کوي، خو ژوند هیڅکله نه دريږي، بريالي هغوی دي چې له هر زړه ماتيدنې سره ځان راغونډ او بیا راپاڅيږي

Qudratullah Hiwadpal · August 21, 2021 · 6 min
د ستونزې حل غواړئ – له بل اړخه ورته وګورئLeadership

د ستونزې حل غواړئ – له بل اړخه ورته وګورئ

موږ ټول له ستونزو سره مخ کيږو، چې د ژوند له ساده چارو ښايی تر پيچيليو مسلکي او شخصي ستونزې کيدای شي، او اکثره وخت چې له دې ستونزو سره مخ شو نو بيا راڅخه لاره ورکه وي او لدې پوښتنې سره مخ يو چې څه وکړو. د ستونزو حل متخصصين وايي مخکې لدې چې تاسې د ستونزې د حل په لټه کې شئ، بهتره ده

Qudratullah Hiwadpal · August 7, 2021 · 5 min
په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئLeadership

په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ

پيچلې خبرې اترې د خپلو لاملونو له کبله ستونزمنې وي، او له پيچيليو چارو سره وارخطايی او ستړيا مل وي، چې له کبله يې د غلطې وينا او ټکو امکان هم ډير لوړيږي. مهمه نه ده چې دې خبرو اترو ته څومره تيار ياست، ستاسې تر ټولو بهتره پلان او کړنلارې هغه وخت بيکاره شي چې مقابل لورې په قهر شي ي

Qudratullah Hiwadpal · July 24, 2021 · 8 min
کار موندنه، شخصي او مسلکي ودهLeadership

کار موندنه، شخصي او مسلکي وده

د کرونا د وبا له کبله نړۍ له ګړندي بدلونه تيريږي، آن له وبا وړاندې هم په نړۍ کې ټکنالوژيو د کار ډول او طريقې بدلې کړی وی، او دا بدلون نن هم روان دی. اکثره خلک فکر کوي چې زده کړه يوازې تر پوهنتونونو او ښوونځيو محدوده ده او له هغې بهر بايد زده کړه ونه شي، بل ورسره د زده کړې او عملي

Qudratullah Hiwadpal · July 6, 2021 · 8 min
ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړيLeadership

ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي

آیا کله به مو احساس کړی وي چې ښه کار کوئ، ټول مو له کاره هم خوښ دي، خو درته ويل کيږي چې پرمختګ او لوړ موقف ته لا تيار نه ياست. که تاسې نه وي اوریدلي نور به مو ليدلي وي چې له همدې ځوريږي، دا په ادارو يو تر ټولو عام شکايت دی، چې له ډيرو سره دا فکر وي ولې اداره ترفيع نه راکوي او لوړ

Qudratullah Hiwadpal · May 19, 2021 · 7 min
نور ناپوهه ګڼلLeadership

نور ناپوهه ګڼل

انسان تل مقابل لوري ته ټيټ فکر کوي، که څوک وايي چې دا سوونو کلونو پخوانۍ خبره يا په ناپوهو کې رواج ده او د نن انسان هوښيار دی، نو يوه نوې څيړنه چې د پوهنتون د تجارت مديريت ماسټرۍ اخيري کال په زده کوونکو کې شوې وه ښيي چې خلک مادي ګټې او معنوياتو ضعف تر ډيره نورو پورې تړي. پدې څيړن

Qudratullah Hiwadpal · May 2, 2021 · 5 min
د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصولLeadership

د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول

هر څوک د يوه مسؤلیت لپاره استخداميږي، بايد ټول پوه شي چې آیا خپل مسؤلیت په سمه توګه اجرا کوي او د خپل کار د سختوالي او ستونزو له کبله بايد ترې ونه تښتي، زده يې کړئ، هر څه زده کيدای شي، او هر څومره چې تاسې د نورو کار کوئ همدومره هغوی مو د اوږو بار کيږي او په پای کې ستاسې کار بل هی

Qudratullah Hiwadpal · March 30, 2021 · 8 min
خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئLeadership

خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ

په مسلکي ژوند کې به له ډيرو داسې خلکو سره مخ شوي ياست چې سپک يې در کتلي يا به يې کم ګڼلي ياست. يا به داسې آمرين به مو لیدلي وي چې په بیلابیلو شکلونو يې نورو ته سپکاوی کړی وي، ممکن د خلکو په وړاندې يې خپلو مادونانو ته سپکاوی کړی وي، شخصي حريم ته يې درناوی نه وي کړی، يا غيبت خو ډير

Qudratullah Hiwadpal · March 3, 2021 · 7 min