Leadershipد ښې مشرۍ ۸ مهارتونه
هر څوک ښه مشر کيدای شي، مشري اساساً له خلکو سره کار کول دي، او دغه مزل لومړی له ځانه پيلیږي، چې شخص دې پخپله وکولای شي، ځان بهتره اداره او مشري کړي. د دې د خپل ژوند نظم او لاسته راوړنو پر ليدو نور هم ورپسې راځي. ورسره مشري موروثي نه ده، نه داسې څه دي چې يوازې ځانګړو خلکو ته رسيږي


