CEO Corner

CEO Corner

Essays, case studies, newsletter

Showing EducationClear filter
مشري: مشورهEducation

مشري: مشوره

مشوره د مشرۍ يو تر ټولو بنسټيزه اصل دی. له مشورې هدف د پوهې، تجربې او مسلک له څښتنانو سره ښه حل او مناسب حل ته رسيدو لپاره ناسته او غږيدا ده. د مشورې اصل موږ ته له انبياوو او خلفاوو راشدينو هم راپاتې دی. بنده په يوازې پر هر څه نه پوهيږي، او نه له هر څه سره مخ کيږي. کله چې يوه ځان

Qudratullah Hiwadpal · July 31, 2025 · 4 min
وخت او مطالعهEducation

وخت او مطالعه

لوست وخت غواړي، خو وخت محدود او علم بې پايه، پوهه د ټول بشر ګډ ميراث دی، تر ننه چې څومره پوهان تير شوي دي هغوی ټولو دغې خزانې ته يو څه ورکړي دي، له همدې کبله زموږ نننۍ پوهه ډيره بډايه ده، او د هر څه لوستل د بشر له توانه اخوا خبره ده. ورسره د انسان ژوند او وخت محدود دی، هر يو يې ټ

Qudratullah Hiwadpal · July 10, 2025 · 4 min
آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې دهEducation

آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده

بیلابيلې څيړنې ښيي چې له بيوزلۍ او فقره د خلاصون تر ټولو آسانه او غوره لار د زده کړې ده، هغوی چې د ځان يا اولاد پر زده کړه مصرف کړي، د هغوی په پرتله چې له دغه مصرف ځان ساتي، څخه وړاندې او هوسا وي. پر زده کړه دغه مصرف کې وخت، زيرمې، عايد او ملاتړ ټول راتللای شي.

Qudratullah Hiwadpal · June 1, 2025 · 4 min
آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)Education

آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)

اکثره هېوادونه په عمومي توګه د ميرمنو آزار لپاره قوانین لري، چې آنلاين او د ټکنالوژۍ په مرسته د آزار مخنيوی هم پدغه ساحه کې راځي، لدې سره د ټکنالوژۍ د ساحې شرکتونه هم خپل اصول او کړنلارې لري چې کولای شي له قربانيانو سره مرسته وکړي. موږ دلته د ټکنالوژئ وسيلو کاروونکو لپاره وړانديز

Qudratullah Hiwadpal · May 18, 2025 · 6 min
آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱)Education

آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱)

د ټکنالوژۍ په مرسته د بل آزار هر هغه عمل دی چې د فرد يا يوې ډلې لخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ يا ډيجيټل وسيلو پر کارولو سر ته رسول کيږي، او کله چې د ميرمنو موضوع پکې راشي نو د بيا موږ ورته جنسيت پر اساس هڅول شوی آزار بولو. دغه آزار د نړۍ په هره ټولنه او هر سيمه کې پيښيږي. ميرمنې او پي

Qudratullah Hiwadpal · May 18, 2025 · 8 min
ذکاوت ټولنيز اړخ لريEducation

ذکاوت ټولنيز اړخ لري

کله چې د ابتکار بحث راشي نو موږ چاپيريال ته ګورو چې په څه حال کې دی، هغه څه چې یو ماشوم ته ابتکار وي لوی شخص لپاره نه بلل کيږي، بیا داسې يو ماشوم چې نسبي باسواده وي، ښوونځي ته ځي، کورنی اقتصادي حالت يې نسبتاً ښه وي، له باسواده مور پلار پيدا وي، نو د هغې لپاره د ابتکار او نوښت معي

Qudratullah Hiwadpal · May 7, 2025 · 4 min
بتانEducation

بتان

بت جوړوونکی چې پر خپل کار بوخت وو، تجار ته يې وکتل، يو دوه دقيقې يې فکر وکړ بيا ورته وويل، چې هر څوک يو نه يو څه ته پر تقدس قايل وي، محترم يې ګڼي، دنده واخلي هغه سپيڅلي کړي، يو چا ته د مشرۍ درجه ورکړي، هغه پاک کړي، مسلک پخپله وټاکي، خو هغه بيا له ټولو سپيڅلی او پاک کړي. زه پر خپل

Qudratullah Hiwadpal · April 28, 2025 · 4 min
د مهارت تشهEducation

د مهارت تشه

له زده کړې سره تړلی اړخ د بدلون دی، شخص بايد دا ومني چې له وخت سره بدلون ته اړتيا ده. نن د زده کړې طريقې بدلې شوې دي، ښه بيلګه يې آنلاين زده کړه او تحصيلي سندونه دي، سره لدې چې زموږ قوانين تر اوسه دې سندونو ته اړوند ارزښت نه ورکوي، خو دا د زده کړې اوسنی او راتلونکی شکل دی، او پات

Qudratullah Hiwadpal · March 5, 2025 · 4 min
په ځان کې ورکEducation

په ځان کې ورک

بنده ډير وخت هغه څه ته چې پرې نه پوهيږي، صبر نه کړي. موږ تر ډيره په دې هڅه کې يو چې په هره معامله کې ځان صحیح ثابت کړو، خو له صحیحوالي رښتيا مهم دي. مهمه نه ده چې دغه رښتيا ته يو څوک د چا له لارې ور رسيږي، مهمه دا ده چې شخص د رښتيا منلو توان ولري. وينا کا چې هر هغه څه چې د بل د خ

Qudratullah Hiwadpal · December 15, 2024 · 4 min
د ذکاوت ضياعEducation

د ذکاوت ضياع

په نړۍ کې په ميليونونه خلک د غوره تعليم او روغتيايي خدمتونو او نورو وسايلو ته لاسرسی نه لري چې وکولای شي خپل ذکاوت ته وده ورکړي. بيوزلي، شخړې او د زده کړې په وړاندې دوامداره بې غوري آن په وړوکوالي کې د ماشومانو د ذکاوت توان ژوبلوي او د پرمختګ مخه يې نيسي. د بيوزله هېوادونو او کور

Qudratullah Hiwadpal · November 17, 2024 · 6 min
د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورېEducation

د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې

په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه، لیکلي ئې وو چي “موږ دوې اوونئ مخکې له خپلو لیکوالانو پوښتنه وکړه چي د ښې لیکوالۍ اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی ځوابونه زموږ تر تمې ډېر لوړ وو. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي د

Qudratullah Hiwadpal · November 10, 2024 · 8 min
د فکر تپلEducation

د فکر تپل

د يوه بنده د فکر منشا د هغې پس منظر، پوهې، تربيې، عقايدو، موقف او نورو په رڼا کې وي، ضرور نه ده چې د هر چا فکر دې يو ډول وي، او هر فکر دې سم وي. د سم او غلط تعريف هم هر څوک له خپل نظره کړي، ډير وختونه د سم او غلط فکر د شخصي غرايضو قرباني وي، او شخصي غرايض هم ضرور نه ده چې هر وخت

Qudratullah Hiwadpal · October 27, 2024 · 4 min
آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارېEducation

آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې

درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځ‌ ته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د ب

Qudratullah Hiwadpal · September 23, 2019 · 9 min
آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخهEducation

آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه

پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو.

Qudratullah Hiwadpal · July 24, 2019 · 9 min
د پوهې مديريتEducation

د پوهې مديريت

کله چې موږ د پوهې له مديريته بحث کوو، نو دوه هدفه لرو، يو د اوسنئ (روښانه او ضمني) پوهې مديريت دی، او بل د نوې پوهې زيږول دي، او اساسي فعالیتونه چې د دې لپاره اجرا کيږي هغه د پوهې شريکول او په يو بل کې نغښتل او سره تړل دي، لکه يوه اداره پوه کارکوونکی لري، د هغې روښانه پوهه د هغې

Qudratullah Hiwadpal · December 13, 2017 · 3 min
ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوبEducation

ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب

او په پای کې، پر ځان کار وکړئ، حوصله او اوږدمهاله باور کليدي ټکي دي، که تاسې هغه څه لپاره چې زحمت باسئ پر هغې باور ونه لرئ، نو ضرور نه ده چې څومره وسايل او ملګري ولرئ بيا به هم نيمګړي ياست، پر هيڅ څه ړوند اعتقاد نه کيږي او نه بايد وشي خو خپل اعتقاد د لارې پر مهال اصلاح کړئ د عموم

Qudratullah Hiwadpal · February 12, 2017 · 3 min
مات منګیEducation

مات منګی

يوه ميرمنه وه چې هره ورځ به يې له ګودره به يې په دوه منګيو کې اوبه راوړلی. لدې دواړو منګيو څخه يې يو چاودیدلی وو او يو څه اوبه به ترې په لاره کې څڅيدلی. يوه ورځ دې روغ منګي چاوديدلي منګي ته وويل: ته ښه وينې چې دا ميرمن په څومره کړاوو سره له ګودره اوبه راوړي، زه خپل کار پوروالي سر

Qudratullah Hiwadpal · January 28, 2017 · 2 min
په تعليمي نظام کې د بهرنيانو رولEducation

په تعليمي نظام کې د بهرنيانو رول

نوره نړئ بهرني ښوونکي هڅوي، ځکه چې له زده کړې پرته له ځان سره کلتور، بهر په اړه علم، د هغه ځای اړيکې او نور راوړي، اوس د امنيت په بهانه هر څه بندوو نو داسې به وي لکه چې د هوا ککړوالي لپاره تير حکومت پنجشنبه رخصت کړه، اوس چهارشنبه او شنبه نيمه ورځ وي او جمعه او پنجشنبه ټوله رخصت و

Qudratullah Hiwadpal · January 18, 2017 · 5 min
د نامعلوم قبلولو ويرهEducation

د نامعلوم قبلولو ويره

بزنس فلیسوف پیټر کوئسټنبام وايي هر کله چې موږ يوې چارې ته لاس اچوو او خطر قبلوو نو عموماً له څلور ډوله ويرو تيريږو، د حماقت ويره، د پريښودنې ويره، د سپکاوي ويره او د ليونتوب ويره. هر کله چې موږ دې ډول ويرو ته وګورو نو هر يو يې په خپل ذات کې نور داخلي او پراخه اړخونه لري. دا ويرې

Qudratullah Hiwadpal · January 9, 2017 · 6 min
پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړوEducation

پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو

څيړنو داسې ښودلې چې له نيم زيات خلک له خوب وړاندې ټليفون خپل کټ سر ته ږدي، ډېر يې د موټروانئ پر مهال کاروي، ځينې يې آن د لوبو، فلم، او ډرامو ليدلو پر مهال هم ګوري. ورسره ځينو دا هم منلی چې د مينې پر مهال يې هم ټليفون ته سودا وي او يو نيم خو يې آن په جومات کې هم کاروي. په نوره نړئ

Qudratullah Hiwadpal · January 1, 2017 · 5 min
آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزارEducation

آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار

د ګوګل مشر او آن نور د آنلاين نړئ مخکښان وايي، که نه غواړئ يو څه رسوا شي، نو بهتره ده چې هيڅ يې آنلاين نه کړئ، ټکنالوژي که مناسبه استعماله نشي ډېره بې اعتباره ده، او هغوی چې پرې ډېر پوهيږي د هغوی په پرتله چې نسبتاً نه پوهيږي په ګټه کې دي، تل به يو څوک وي چې وغواړي ستاسې له شتون ن

Qudratullah Hiwadpal · November 27, 2016 · 13 min
د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورېEducation

د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې

په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه، لیکلي ئې وو چي “موږ دوې اوونئ مخکې له خپلو لیکوالانو پوښتنه وکړه چي د ښې لیکوالۍ اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی ځوابونه زموږ تر تمې ډېر لوړ وو. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي د

Qudratullah Hiwadpal · October 22, 2016 · 8 min
Education

د آنلاين محتوياتو ننګونه

ټکنالوژي دوه اړخه لري، يو يې د زيربناوو برابرول دي دوهم يې محتويات دي. د زيربناوو برابرول تر ډيره د دولت او ټليکام شرکتونو کار دی چې افغانستان پکې تر يو بريده بريالی او نږدې هر افغان کولای شي چې انټرنېټ او فرضي نړئ ته لاسرسی ولري، خو په دوهم اړخ کې چې پر انټرنېټ […]

Qudratullah Hiwadpal · October 19, 2014 · 4 min
Education

تعليم او هوښيارتيا

څه فکر کوئ سواد ښه دی که هوښيارتيا. سواد د هوښيارئ په معنا نه دی او هوښياري د سواد په معنا نه ده، دواړه نږدې خو بيلې اصطلاحې دي، باسواده سړی تل هوښيار نه وي چې موږ يې بيلګې هر چيرې وينو، داسې ډير دوکتوران يا ماستران به وينئ چې له لوړ سواد سره بيا […]

Qudratullah Hiwadpal · August 27, 2014 · 3 min